د افغانستان او د متحده عرب امارتو ترمنځ به ګڼ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شي

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یو رسمي سفر د متحده عربي اماراتو پلازمینې ابوظبۍ ته ولاړ.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ټاکل شوې چې متحده عربي امارتو ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ، په فرهنګي، پوهنې، ورزش، کانونو، انرژۍ او کرنې په برخه کې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۶» ازادي راډيو ته وویل چې محمد اشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د متحد عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته رسېدلی دی.
نوموړي زیاته کړه:

“افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري د متحده عربي امارتو پلازمېنې ابوظبۍ ته تللی، ولسمشر به د دغه سفر په ترڅ کې د ابوظبۍ له امر والا حضرت شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره وګوري.”
​متحده عربي امارت د هغو هېوادونو څخه دی چې په تېر کې یې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو اغېزناک تړونونه لاسلیک کړی دي.
متحده عرب اماراتو ته د ولسمشر غني سفر په کومو اهدافو راڅرخي؟
د روغتیا، سوداګرۍ او په نورو بېلابېلو برخو کې له همکاریو سربېره تېرکال د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د امارتو د دفاع وزیر د ناټو ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته د خپلو ځواکونو د استولو چمتوالی هم ښودلی و.

همداشان متحده عربي امارت له هغو درې هېوادونو څخه یو هېواد و چې په افغانستان کې یې د طالبانو نظام په رسمیت پيژندلی و.

متحده عربي امارت په‌دې وروستیو کې هڅه کوي چې د افغانستان د سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړتوب وکړي.

خو د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي وايي، وروسته له هغې چې دوه کاله مخکې په کندهار کې په یوه چاودنه کې د متحده عربي اماراتو پنځه ډپیلوماټان ووژل شول د دواړو هېوادونونو اړیکې کم رنګه شوې.
د دغه کمېسیون غړي احمد جاوېد رؤف وايي چې ولسمشر باید د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک ترڅنګ د ابوظبۍ له چارواکو سره د سیاسي اړیکو د پياوړتیا برخې ته هم پام وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

“موږ په سیاسي برخه کې یو لړ اختلافات لرو، که وتوانېږو چې ټولنیز او سیاسي اړیکې ښه کړو، ګټور به وي او د سوداګرۍ له پلوه هم کولای شي مرستې وکړي، خو تر ډېره موږ د سیاسي اړیکو رغولو ته اړتیا لرو، څو وکولای شو چې دغه اړیکې ښې ترمیم کړو.”

افغان چارواکو تل ويلي چې متحده عربي امارت کولای شي د افغانستان د اقتصادي پراختیا او سولې په برخه کې مهم رول ادا کړي.

له دې وړاندې هم ولسمشر محمد اشرف غني، څو ځله متحده عربي اماراتو ته سفرونه کړي دي.

راپور: رحمت الله افغان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.