د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ستراتېژۍ اعلان

 

دآزادی راډیو

د پاکستان حکومت د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه تر اوسه چُپه خوله دی

د پاکستان حکومت تر اوسه د افغانستان په ګډون، د جنوبي اسیا په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه رسمي نظر نه‌دی څرګند کړی.

خو د هغه هېواد سنا جرګې نن پرېکړه وکړه چې پر نورو ورځنیو مسایلو بحثونه بند کړي او پر دې خبرې وشي چې د پاکستان حکومت د امریکا ستراتېژۍ ته څه ډول ځواب ورکړي او د پاکستان لپاره به‌یې عواقب څه وي.

د پاکستان پیپلز ګوند یوه پېژندل شوي مشر او د سنا غړي، فرحت‌الله بابر نن ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا نوې ستراتېژي به پر پاکستان منفي اغېز وکړي.

ښاغلي بابر په اسلام‌اباد کې د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریالې ته وویل چې د سنا غړو نن د بهرنیو چارو له وزیره رسمي غوښتنه وکړه چې په دې اړه بحث ته ورشي.

فرحت‌الله بابر زیاته کړه:

“تر اوسه چې د امریکا کومې ادارې وې او با مسؤلیته چارواکي وو، پاکستان ته به‌یې ویل چې هڅې زیاتې کړئ او زیات کار وکړي، خو دا اول وار دی چې د ولسمشر ټرمپ په څېر خبرې کېږي. د ټرمپ له دې بیان سره به په سیمه کې د امن کوښښونو ته سخت زیان ورسېږي.”

د پاکستان د قومي وطن ګوند یوه مشر او د هغه هېواد ولسي جرګې غړي، افتاب احمد خان شیرپاو نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا ستراتېژي له حقایقو لیرې ده.

شیرپاو وویل چې د امریکا د ولسمشر یو شمېر سلاکاران او د کانګرس ځیني غړي په وروستیو کې پاکستان ته ورغلي وو او هلته‌یې وضعیت له نېږدې کتلی دی.

د شیرپاو په وینا، امریکا د خپلو ناکامیو پټولو لپاره پر پاکستان داسې تورونه لګولي چې حقیقت نه‎لري او دوی یې نه‌مني.

د پاکستان د قومي وطن ګوند یوه مشر او د هغه هېواد ولسي جرګې غړي، افتاب احمد خان شیرپاو

شیرپاو زیاته کړه:

“داسې ښکارېږي چې که امریکا ده یا یې نور متحدان دي، هغوی د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر پاکستان تورونه لګوي. زما په نظر دا مهمه ده چې پاکستان خپل کلک دریځ څرګند کړي او ورته ووايي چې موږ نه د ترورېزم ملاتړ کوو نه ترورېستانو ته پناه ځایونه ورکوو او په دې سیمه کې د امن ټینګولو لپاره کوښښونه کوو.”

د پاکستان د پارلمان غړي او د جماعت اسلامي پاکستان ګوند مشر، سراج‌الحق له ازادي راډیو سره په مرکه کې نن د امریکا نوې ستراتېژي نیمګړې وبلله او ویې‌ویل چې د خیرخواهۍ پر بنا نه‌ده جوړه شوې.

سراج‌الحق ټینګار وکړ چې د پاکستان ولس او حکومت له ترورېزم سره په مبارزه کې زیاته قرباني ورکړې او امریکا ته په کار وه چې خواخوږي یې ورسره څرګنده کړې وی.

سراج‌الحق زیاته کړه:

“د پاکستان ولس تر ټولو زیات، د تشدد، بې‌امنۍ او ترورېزم قرباني شوی دی نو په ځای د دې چې دنیا د پاکستان له خلکو سره خواخوږي او همدردي وکړي، زموږ په زخمونو مالګې دوړوي او پېغورونه ورکوي. د امریکا دا پالېسي پخوا هم نیمګړې وه او د ټرمپ پالېسي هم نېمګړې ده، پر تعصب او تنګ نظرۍ جوړه شوې او موږ یې په سیمه کې د خیرخواهۍ پالېسي نه‌ګڼو.”

د امریکا ولسمشر د افغانستان په ګډون د ټولې جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتېژي د افغانستان په وخت نن سهار سې شنبه اعلان کړه.

ولسمشر ټرمپ وویل، امریکا هغه هېواد ته چې ترورېستانو ته‌یې پناه ورکړې، میلیاردونه ډالر ورکړي دي.

ټرمپ وویل چې امریکا تر دې وروسته په دې اړه غلی نه‌شي پاتې کېدلای چې پاکستان د هغو ترورېستانو پناه ځای دی چې پر امریکايي وګړو او قواوو حملې کوي.

د پاکستان حکومت پخوا داسې ادعاوې رد کړې، خو تر اوسه‌یې د ټرمپ د ستراتېژۍ په اړه رسمي نظر نه‎دی څرګند کړی.
۱۶:۴۶
ولسمشر غني د امریکا د نوې ستراتېژي اهمیت اوږد مهاله مرستې یادوي

بلاخره د امریکا متحده ایالاتو له اوږد ځنډ وروسته د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړه چې د افغان حکومت له تود هرکلي سره مخ شوه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د سې شنبې په ورځ‌يې په کندهار کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې دا ستراتېژي ځکه مهمه ده چې افغانستان سره د امریکا له لوري له وخت او قید پرته اوږد مهاله مرستې په‎کې شاملې دي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

“له دې وروسته به زماني قید او شرط نه‎وي، امریکا به له افغان ولس سره تر پایه درېږي، زه د امریکا له ولسمشر، د دې هېواد له ټولو امنیتي او سیاسي مسؤلینو نه مننه کوم چې په دې برخه کې له موږ سره په وضاحت او په شفاف ډول ودرېدل، پیغام یوازې دا نه‎دی چې دوی له موږ سره ودرېږي پیغام دا دی چې په افغانستان کې به د تل پاتې سولې ملاتړ کوي.”

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې د ورځې سهار وختي د افغانستان په وخت شااوخوا پنځه نیمې بجې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او سیمې لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړه.

ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو یا له دغه هېواد نه د ځواکونو د ایستلو خبره ونه‎کړه، خو پر پاکستان‌یې بیا بیا غږ وکړ چې د ترورېزم پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي.

ولسمشر ټرمپ

خو ښاغلي ټرمپ وویل چې امریکا به د افغانستان د حکومت او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ده دغه‌شان وویل چې په پاکستان کې به د ترورېستانو د پناه ځایونو په وړاندې غلی پاتې نه‎شي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله د دغې ستراتېژۍ له اعلان څخه څو ساعته وروسته په کابل کې په یوې خبري غونډه کې راښکاره شو او د افغانستان او جنوبي اسیا د هېوادونو لپاره‌يې د امریکا له نوې ستراتېژۍ هرکلی وکړ.

ښاغلي عبدالله وویل چې د ډونالد ټرمپ غوڅو او روښانه خبرو په ډاګه کړه چې د امریکا نوې پالېسي د پخوانیو پالېسیو سره توپیر لري په ځانګړي ډول د ترورېستانو د پټن‎ځایونو په اړه چې په پاکستان کې دي.

د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

“یو مهم خاصیت د دغې پالېسۍ وضاحت او قاطعیت و او دغه‌شان مستقیماً اشاره پټن‌ځایونو ته شوې وه چې هېڅ‎څوک باید ځای ورنه‎کړي، تفصیل‌یې هم درلود چې که وشي څه به کېږي او که ونه‌شي څه به کېږي، خو دا د هغوی پیغام و او زه فکر کوم چې په دې وضاحت تر اوسه سیمې ته داسې پیغام نه‌و ورکړل شوی.”

اجرائیه رئیس دغه‌شان وویل، د دغې پالېسۍ تر اعلان وړاندې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس له ده او افغان ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کړې وې او د نوې پالېسۍ په اړه‌یې توضیحات ورکړي وو.

عبدالله د دغې پالېسۍ تطبیق یوازې د امریکا په ګټه نه، بلکې د افغانستان او سیمې لپاره هم ګټور بولي.

د دغې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته وسله‎والو طالبانو ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو تر وروستي عسکره به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

د وسله‎والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، امریکا د نوې ستراتېژۍ په اعلان سره وښوده چې د جنګ د اوږدولو نیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار په غونډه کې یو وار بیا په ټینګار سره پر وسله‎والو مخالفینو غږ وکړ چې په جنګ‌يې نه‌شئ ګټلی او لازمه ده چې د سولې لاره خپله کړئ.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم وايي، د طالبانو پر مخ د سولې دروازې خلاصې دي، خو د ده په خبره که طالبان جګړه کوي له ورته غبرګون سره به مخ شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.