د افغانستان او ایران ولسمشرانو ټېلفوني خبرې وکړې

 
تاند – د ایران ولسمشر حسن روحاني خپل افغان ساري محمد اشرف غني ته وویل چې ایران په افغانستان کې د سولې، ثبات او امنیت غوښتونکی دی او د افغانستان سوله او امنیت د ټولې سیمې د امنیت لپاره ګټور بولي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، ولسمشر روحاني د پنجشنبې /نوومبر ۲۳/ په ماښام د افغانستان له ولسمشر سره په ټېلفوني خبرو کې له افغان ولس او حکومت څخه د ایران په لوېدیځ کې د وروستۍ وژونکې زلزلې له قربانیانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په خاطر مننه وکړه او د سیمې د ملتونو ترمنځ د درز رامنځته کولو د دسیسې د ناکامولو لپاره یې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت د دریځ ستاینه وکړه.

روحاني همداراز په افغانستان کې پر تروریستي پېښو او د افغانانو پر مرګ ژوبلو خواشیني څرګنده کړه.

د ایراني رسنیو پر اساس، د افغانستان ولسمشر یو وار بیا له ایران سره د وروستۍ زلزلې په نتیجه کې د ایرانیانو پر مرګ ژوبلو خواخوږي ښکاره کړه، ویې ویل چې دوه ملتونه به د یو بل ترڅنګ د دوو وروڼو په شان ودرېږي.

ولسمشر غني وویل، د افغانستان د حکومت یو اساسي اصل دا دی چې د نړۍ د سُني او شیعه مسلمانانو ترمنځ یووالی او ورورګلویزې اړیکې پیاوړي کړي.

ده همداراز وویل«موږ اجازه نه ورکوو چې دښمنان زموږ په منځ کې درز واچوي.»

د افغانستان او ایران ولسمشرانو دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې په وروستیو کې له طالبانو سره د ایران او روسیې د اړیکو او ملاتړ په اړه یو وار بیا راپورونه خپاره شول.

د افغانستان اجرايي ريیس د امریکا او کاناډا د وروستي سفر په لړ کې له طالبانو سره د ایران او روسیې د تماسونو په اړه پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې له طالبانو سره د دغو هیوادونو اړیکې د تماسونو تر حده پورته دي.

په ملګروملتو کې د روسیې استازي روانه اوونۍ له طالبانو سره د خپل هیواد ملاتړ رد کړ، ویې ویل چې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې له امریکا سره کار کوي او تل یې د دې غوښتنه کړې چې طالبان د امنیت شورا په ترورزیستي لیست کې شامل شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.