د اخلاقو د ښه کولو لارې چارې/ ژباړه: پوهنمل مومنه دارنۍ

 

 

لیکوال:امام غزالي(رح)

مخکې بحثونو کې مو اشاره وکړه، چې په اخلاقو کې اعتدال د نفس د صحت او روغتيا علامه ده او د هغو انحراف د مرض او ناروغۍ نښانه.

لکه څنګه چې اعتدال په وجود کې د روغتيا نښانه او د اعتدال نشتوالی يې د ناروغتيا نښان ده، مثلا نفس عبارت له هغه معالجې څخه دی، چې د فاسدو اخلاقو او د بدو او رذيلو اعمالو پر وړاندې وي او د فضل و علم جلبول او جميله اخلاق د يو بدن مثال لري، د هغو امراضو د علاج پر وړاندې چې د دغو عواملو په وسيله محو کېږي او صحت مومي.

لکه څرنګه چې د انسان مزاج اصلا په معتدل حالت کې وي، نو د نامناسبو خوړو په ذريعه معده له اعتدال څخه وځي ا و غير اعتدال حالت ځانته غوره کوي، په همدې ډول يو ماشوم هم د زېږېدلو په لومړيو مراحلو کې د پاک فطرت درلودونکی وي او نړۍ ته سترګې پرانيزې، نو همدا کورنۍ دي چې له هغوی څخه يهودي، نصراني يا مجوسي جوړوي، يعنې د اعتياد او عادت کولو، تعليم او کسب له لارې د رذالت خواص ترلاسه کوي، په هماغه ډول چې انسان د ژوندانه په لومړيو وختونو کې بشپړ او کامل نه خلق کېږي، د ښوونې او روزنې، نشو و نمو له لارې تربيه کېږي، په همدې ډول نفس هم په ابتدا کې ناقص وي، چې بيا وروسته د تزکيې، تهذيب او اخلاقو له لارې په علم باندې تغذيه کېږي او بشپړېږي، پر همدې ډول که چېرته يو بدن سالم او صحتمند وي، طبيب يا ډاکتر يوازې دا دنده لري، چې د صحت او سلامتۍ لپاره يې قانون وضع کړي او که چېرته مريض وي طبيب دا دنده لري، چې د هغو د روغتيا عوامل برابر کړي.

په همدې ډول که چېرته يو نفس له ګناه څخه پاک او سپېڅلی، خوش اخلاق وي، بايد د دغو صفاتو په ساتنه کې هڅه وکړي او د خپل ځان لپاره قوت راټول کړي او د هغه په تزکيه او تصفيه کې و نغړي او که چېرته بشپړ نه وه هڅه دې وکړي چې بشپړ شي، لکه معالجه چې د امراضو پروړاندې ترسره کېږي، مثلا که له ګرمۍ څخه يې منشاء اخېستې وي سوړ شي او که چېرته بې له سوړوالی منشاء اخستی وي سوړ شي او که چېرته بې له سوړوالی منشاء او اساس اخستی وي بايد حرارت ورکړل شي او ګرم شي او معالجه شي، رذالت هم چې د زړه ناروغي ده، د خپل متضاد له لارې معالجه کېدای شي، مثلا د جهل مرض د تعليم يا علم په وسيله، د بخل مرض د سخاوت په وسيله، د کبر مرض د تواضع په وسيله، د شر مرض د خود دارۍ او ځان ساتنې په وسيله، د زيار په ايستلو سره علاج موندلای شي، په هماغه ډول چې د بدني امراضو د معالجې لپاره صبر ترخه دوا، پرهېز او ښه او مرغوب شيان ضروري دي، مثلا د زړه د ناروغۍ لپاره زياتره مجاهدت، صبر او حوصلې ته ضرورت وي، غير له دې لارې بيا نو د مرګ په وسيله خلاصی مومي.

د بدن ټول امراض د مرګ په ذريعه ختمېږي، مګر د زړه ناروغي وروسته له مرګ څخه هم د تل لپاره پاتې وي، په همدې ډول که چېرې يوه ناروغي چې د ګرمۍ له امله رامنځته شوې وي، د سړو دواګانو په وسيله تداوي کېدای نه شي، مګر د حدودو او شرايطو په نظر کې نيولو سره معالجه کېږي، دغه شرايط چې معالجه ورباندې ترسره کېږي، ځانته معيارونه لري، چې بايد په پام کې ونيول شي، د هغه ضعف، دوام، کثرت او قلت يې معلوم شي، ترڅو مرض پر فساد وانه وړي.

په همدې ډول اخلاقي نقايصو عالج هم ځانته معيارونه لري، ځکه دا واضحه ده، چې دوا د يو مرض د ملاحظې څخه وروسته چمتو او برابرېږی او طبيب ترڅو مرض تشخيص نه کړي او ځان پوه نه کړي، چې د مرض علت ګرمي ده او که سوړوالی، ترڅو د حرارت درجه معلومه نه کړي، د مريض په تداوۍ باندې لاس نه پورته کوي، کله چې يې دا ټول ځان ته معلوم کړل، د مريض د بدن احوال د زمان احوال او د مريض په وضع باندې پوه شو، وروسته بيا په معالجه باندې لاس پورې کوي.

په همدې ډول يو معلم، مربي، شيخ او لارښود هم دا وظيفه لري، ترڅو د شاګردانو زړونه معالجه کړي، ترڅو پورې يې د هغو اخلاق او امراض ځانته معلوم کړې نه وي، مجاهدت، رياضت او تکليف دې پر هغو باندې نه تحميلوي، يعنې نه دې تطبيقوي، په هماغه توګه چې يو جسمي طبيب که چېرته وغواړي د يوې دوا په ذريعه ټول امراض تداوي کړي، دا کار د دې باعث ګرځي، چې مريضان مړه شي، په همدې ډول يو لارښود او شيخ هم که چېرته يو ډول رياضت څخه کارواخلي، د شاګردانو د معنوي هلاکت سبب ګرځي، ځکه بايد د يو مريد د حال، سن، مزاج او د طاقت او توان قدرت اندازه شي، بيا دې په رياضت باندې وګومارل شي، که چېرته مريد يو ابتدايي شخص وي، لومړی دې هغه ته د شرعې مطابق اودس، لمونځ او ظاهري عبادت وښودل شي او که چېرته شخص حرام خور او ګنهګار وه، په لومړيو مراحلو کې دې بايد دغه اوصاف ځېنې لرې شي او لارښوونه دې ورته وشي، کله چې ظاهرا د الله پاک په عبادت باندې انځور شو او د بدن غړي يې له ګنهګارۍ څخه پاک شول، باطني احوال ته د رسېدو او مقصد د ترلاسه کولو لپاره دې د پلټنې له لارې وسپړل شي، ترڅو د هغو په اخلاقو باندې پوه شي، کله چې د پلټنو په اساس هغه تثبيت شو، که چېرته يې دا رايې زياته وه، يوه برخه دې له هغه څخه واخېستل شي او په نېکو لارو کې دې مصرف شي، ترڅو نوموړی مال يې له زړه ووځي او التفات يې ورځنې قطع شي او که چېرته مريد د کبر، غرور او خودخواهۍ خوی او خواص په زړه کې لري، په هغه باندې دې داسې کارونه ترسره شي، چې د نورو پر وړاندې خوار او ذليل څرګند شي، يو څه موده دې په هغه باندې مواظبت او انظباط ولري، ترڅو سم شي او کبر يې مات شي، ځکه کبر د مهلک او خطرناکو امراضو څخه دی.

د رياضت يوه طريقه همدا ده او دا ډېره عجيبه طريقه ده، که چېرته مريد نه غوښتل چې خپل يو بدرنګ صفت راساً لرې او ترک کړي او د دغه صفت د دفې لپاره د هغه ضد ومني، بايد له يو بدخوی څخه يو بل بدخوی ته چې بدي يې نسبت لومړني ته لږ وي واړول شي.

مثلا يو شخص چې وينه د بول په وسيله او بول د اوبو په وسيله مينځي، په هغه صورت کې چې اوبه راسا وينه پاکه نه شي کړای، دا کار ترسره کوي، په همدې ډول ماشوم د مکتب په لومړنيو وختونو کې له توپبازۍ سره مينه لري، وروسته بيا د شيکو جامو اغوستل ورته ښه برېښي، وروسته بيا د چوکۍ او منصب په هوا او هوس کې ډوب شي، بيا د دنيا له شان او شوکت سره يې مينه پيدا کېږي او بالاخره بيا د اخروي سعادت پر لور دانګي او د وروستۍ ورځې چې آخرت دی، سره تمايل پيدا کوي.

همداسې هغه اشخاص چې د قدرت او چوکۍ خاوند دی، نه غواړي سمدلاسه خپله چوکۍ له لاسه ورکړي، ولې که چېرته دا کار ورو – ورو په تدريج سره ترسره کړي، امکان يې موجود وي.

که چېرته لارښود پاملرنه وشوه، چې مريد يې ډېر خواړه خوري، په لومړي قدم لارښود بايد پر هغه روژه ونيسي او د خوړو پر لږ خوړلو يې عادت کړي، وروسته بايد هغه ښه لذيذ او مزه دار خواړه برابر کړي، داسې چې په خپله يې ونه خوري او نورو ته يې ورکړي، ترڅو د هغه نفس پياوړی شي او پر صبر عادت شي، ترڅو د خوړو حرص يې بدل او آرام شي.

که چېرته لارښود وليد، چې مريد يې ځوان دی او نکاح ته شوق او اشتياق لري، ولې د نادارۍ او خوارۍ له کبله نه شي کولای واده وکړي، بايد لومړی هغه ته د روژې توصيه وشي، که چېرته د دې کار په ترسره کولو سره يې د شهوت اور مړ نه شو، نو کولای شي، چې يوه شپه پرته له ډوډۍ څخه يوازې په اوبو روژه ماته کړي، که بيا هم ښه نه شو، بيا دې په دا بله شپه پرته د اوبو روژه ماته کړي، له غوښې او ډوډۍ څخه دې په بشپړ ډول منع شي، ترڅو نفس يې خوار او ذليل شي، شهوت يې مړ شي، بهترينه چاره د هغه لپاره همدا لوږه ده.

که چېرته ملاحضه او وګوري چې مريد يې د غضبي قوې مريض دي، يعنې غضبي قوه يې پرې غالب ده، هغه دې سکوت او خاموشۍ او برده دارۍ او فرمانبردارۍ باندې عادت کړي او له هغه چا سره دې ناسته ولاړه وکړي، چې بدخويه وي، ترڅو په صبر او تحمل او برده بارۍ باندې عادت او تمرين يې کړي.

په همدې ډول له ځېنو کسانو اورېدل شوي، چې بعضې اشخاصو به پر حليم کولو ځان عادتاوه، داسې چې نورو ته به يې پيسې ورکولې، ترڅو د عام محضر په مخ هغه ته کنځا يا سپکې سپورې ووايي، ترڅو هغه آرامه اوسي او په حلم باندې عادت وکړي، هماغه وه چې د متل يا ضرب المثل په ډول وګرځېد.

يو بل شخص د زړه پر ناروغۍ اخته و، داسې چې د بزدلۍ او ضعف احساس يې کاوه، د هرڅه پر وړاندې بې زړه و، ويې غوښتل ترڅو دغه مرض له خپل ځان څخه لرې کړي، د دې کار لپاره يې په ژمي کې چې ډېر ساړه به وه او د کښتۍ او د بحر موجونو غږ به ډېر وو، نو ده به کښتۍ چلوله.

هندي پرهېزګارانو او پارسايانو په خپل مذهب کې د عبادت پر وړاندې تنبلي او سستي داسې معالجه کوله، چې ټوله شپه به يې په يو خاص کيفيت سره په ولاړې باندې تېروله.

د شيخانو له ډلې څخه يو شيخ و، چې د مريدۍ په لومړيو وختونو کې يې د شپې له خوا د قيام لپاره تنبلي کوله، وروسته دغه ډول قيام او پاڅېدل يې په ځان باندې تحميلي يا جبري ترسره کړل ترڅو عادت شو.

يو بل شخص د مال مينه، شريني او خوږوالی پر ځان داسې معالجه کړل، ځکه له هغو سره يې مينه وه، بلاخره خپل ټول مال يې خرڅ کړل او پيسې يې په بحر کې واچولې، داسې نظر يې درلود، چې که چېرته هغه خلکو ته توزېع او ووېشي، په هغه کې به ريا راشي، نو ځکه يې دا کار وکړ.

دا مثالونه د دې څرګندوونکي دي، چې انسان څه ډول کولای شي د زړه امراض علاج کړي، زموږ مقصد د ټولو امراضو علاج نه دی، بلکې غواړي هغه لارې او چارې په ګوته کړو، چې د انسان معالجه د دغو امراضو پر تضاد ترسره کېږي، يعنې د يو مرض معالجه د هغه پر متضاد وي، هغه ډول شيان چې نفس هغو ته تمايل او علاقمندي ښکاره کوي.

الله تعالی په خپل قدرت سره زموږ دغه ټولې خبرې په يوه جمله کې راټولوي او فرمايي:

[وَاَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوٰىO فَاِنَّ الْجَنَّةَ ھِيَ الْمَاْوٰىO](النازعات سورت،۴۰-۴۱ ايتونه).

ژباړه: او چا چې د خپل رب په مخ کې له درېدو نه وېره کړې وه او نفس يې له ناوړه غوښتنو څخه ساتلی و، نو جنت د هغه استوګنځی دی.

د رياضت او مجاهدت اصلي او اساسي برخه له عزم او ارادې سره وفا ده، کله چې يو شخص د شهواتو د پرېښودلو لپاره عزم تړي، داسې معنی ورکوي، چې د شهوت د ترک کوم اسباب ورته برابر شوې دي، بايد خپل دغه عزم ته دوام ورکړي او که چېرته د هغو پر سستوالي ځان عادت کړي، د شهوت عزم يې هم باطلېږي، که چېرته دغه هوا او هوس ورته پيدا کېږي، بايد ځان مجازات کړي او که چېرته خپل نفس په دغه ډول ترک کولو باندې عادت کړي، بې شک او شبه د هغه دغه رياضت او مجاهدت باطل وي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.