دُرانی: د پراختیايي پروژو په پلي کولو کې هېڅ راز فساد نشم زغملای

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت وايي، د پراختیايي پروژو په پلي کولو کې هېڅ راز فساد نه‎شي منلای.

د کلیو او پراختیا وزیر نصیراحمد دُراني چې د یکشنبې په ورځ یې له خصوصي شرکتونو سره د ۱۲ پراختیايي پروژو د تړون د لاسلیک پر مهال خبرې کولې، د پروژو پر شفافیت ټینګار وکړ.

ښاغلي دُراني وویل، په دغو پروژو کې د شفافیت نشتوالی نه خپله مني او نه به چاته اجازه ورکوي چې د تړون خلاف عمل وکړي.
نوموړي وویل:

“د کلیو او پراختیا وزارت د شفافیت د نشتوالي په وړاندې زغم نه‎لري، دې برخه کې به قاطع چلند کوي او د اوسنیو شرایطو خلاف، نه خپله مني او نه هم ورته اجازه ورکوي.”

دغه پروژې چې ۱۱ یې د سړک جوړولو او یوه یې د یوه ښوونځي د ودانولو پروژې دي په بغلان، لوګر، پروان، سرپل، ارزګان، خوست، سمنګان، غور او نورستان کې به پلي کېږي چې څه باندې ۶۵۰ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځي.

ښاغلی دُرانې وايي، روان کال کې به د افغانستان په کلیو او بانډو کې څه باندې ۷۰۵ کیلو متره سړکونه او څه باندې زر کیلومتره پلونه جوړ شي.

د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د اوبو لګولو، د پاکو اوبو، روغتیا، ښوونې روزنې، ټرانسپورټ، کرنې او یو شمېر نورو برخو کې څه باندې ۹ زره پروژې پلي کړي دي.

خو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې له دې پروژو څخه په ښه توګه نظارت نه‎دی شوی چې د پروژو پر کیفیت یې اغېز کړی.

د ودانیزو چارو کارپوه مطیع‌الله خروټی وايي، هغه پروژې چې ناامنو سیمو کې پلي کېږي ترې څار نه‎شي کیدای.

نوموړی وايي:

“زه د دې پروژو له تطبیق سره موافق یم، اما کله چې هغه ناامنه سیمه کې پلي کېږي هلته نظارت ستونزه پیدا کوي، کله چې د نظارت زمینه برابره نه‎وي او امنیتي ستونزې وي د دې سبب کېږي چې نظارت ونه‎شي.”

ښاغلی خروټی وايي، د ناامنیو ترڅنګ د قراردادیانو له‎خوا د پروژو څو لاسه کول هم د پروژو کیفیت ټیټوي.

دی ټینګار کوي چې حکومت باید د دغو پروژو جدي څار وکړي.

خو د یادو شرکتونو یو شمېر مالکان بیا ډاډ ورکوي چې د سیمې د خلکو په همکارۍ به دغه پروژې په وخت او ښه کیفیت سره بشپړې کړي.

راپور: عبادالله حنان زی

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.