دوحه کې د سولې خبرې؛ “راتلونکې شنبه د خبرو د اجنډا اساسي کارونه پیليږي”

دآزادی راډیو

په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پر تګلارې له هوکړې وروسته، د افغان حکومت مرکچي پلاوی د دواړو لورو ترمنځ د شنبې په ورځ د اجنډا پرسر د کار د پیل خبر ورکوي.

د دې پلاوي غړي نادر نادري د پنجشنبې (د لېندۍ ۱۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دواړو لورو ګډه کاري کمېټه به د شنبې به ورځ د اجنډا په جزئیاتو او سرلیکونو هر اړخیز بحثونه پیل کړي.

دی وايي: “د دواړو لورو ګډه کاري کمېټه به د شنبې په ورځ خپل کار پیل کړي چې د اجنډا پر جزئیاتو او سرلیکونو باندې بحث وکړي او یوه مسوده د اجنډا سره ترتیب کړې.”
ښاغلي نادري زیاته کړه، په اجنډا کې به له مقابل لوري د جمهوریت او عامو افغانانو لومړی غوښتنه اورکم یا اوربند وي.

تېره ورخ د بین الافغاني مذاکراتو دواړو لورو په رسمي ډول تأیید کړه چې د بین الافغاني خبرو پر تګ لارې هوکړه شوې او وروسته له دې به پر اجنډا بحث کېږي.

د دې هوکړې هرکلی نه یوازې د هېواد دننه وشو، بلکې امریکا، ناټو، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو یې هم هرکلی وکړ او د جګړې له ښکېلو خواوو یې د اوربند او تل پاتې سولې ته د رسېدو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد د پنجشنبې (د لېندۍ ۱۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوو ترمنځ د تګلارې پر سر هوکړې د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا رامنځته او سولې په لور ګامونه لنډ کړې دي.
نوموړی وايي: “طالبان هم په دې خبرې پوه شوي دي، جګړه د مسئلې حل لاره نه ده، جګړه د دې لامل کېږي چې نور هم وطن ویجاړ کړو. د سولې خبرې به نه درېږي د سولې خبرې به روانې وي، نور به په اساسي خبرو هوکړه کېږي زه باور لرم چې طالبان به هم اوسني وضعیت ته په کتو خپل دریځ کې بدلون راولي.”

د چهارشنبې په ورځ د طالبانو سیاسي دفتر ویاند نعیم هم ویلي و چې د مذاکراتو دواړه لوري ژمن دي، څو د سولې په برخه کې خپلې رښتینې هلي ځلي ترسره کړي، خو د جګړې د کمښت یا اورکم په اړه بیا دا ډله وايي چې دوی د جګړې په اړه د اجنډا بحثونو ته په تمه دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په استول شوي پيغام کې ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره پر تګلارې هوکړه د جګړې کمښت یا پای برخه کې کوم اغېز نه لري، بلکې هر کله چې دواړه لوري په دې برخه کې کومې هوکړې ته ورسېدل بیا به د جګړې لیکې سړیږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.