دفاع وزارت: پاکستان باید د ترورېزم په وړاندې عملي اقدامات وکړي

دآزادی راديو

د افغانستان دفاع وزارت وايي، پاکستان باید په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو د ځپلو په هدف، د شعار پرځای عملي اقدامات وکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د لوېدیځو خبري اژانسونو د راپور له مخې د پاکستان لوی درستیز امریکا ته ډاډه ورکړی چې پاکستان پر خپله خاوره د هغو وسله والو پرضد عملیات پيل کړي کوم چې په افغانستان کې حملې کوي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، پاکستان تل په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پرضد نمایشي پوځي عملیات کړي چې په افغانستان کې یې څرګند تاثیرات نه دي حس شوي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۲۳» ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې د هغه هېواد پوځي اقداماتو ته خوشبینه نه دي

نوموړي زیاته کړه:

“د پاکستان په خاور کې د ترهګرو پر وړاندې د هغه هېواد اقداماتو ته متوجه یو، کله چې اقدامات وکړل، بیا موږ ورته وایو چې دا سم و که نه، خو تراوسه موږ په دې اړه خوشبینه نه یو.”

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزیف ووټل او د پاکستان د پوځ لوی درسیتیز جنرال قمر جاوید باجوه د افغانستان د وضعیت او له تروهګرو سره د مبارزې په اړه ټلیفوني خبرې کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور لوېدیځو خبري اژانسونو ته ویلي باجوه، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندان ته ډاډه ورکړی چې پاکستان پر خپله خاوره د هغو وسله والو پرضد لا د مخه عملیات پيل کړي کوم چې په افغانستان کې حملې کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان به د افغانستان د سولې لپاره له هر ډول نوښت نه ملاتړ ته دوام ورکړي.

جنرال باجوه ویلي، پاکستان د هغو ډلو په اړه چې د پاکستان له خاورې په افغانستان کې د خپل فعالیت لپاره ګټه اخلي، د واشنګټن له اندېښنو خبر دی او اسلام اباد به د امریکا له مالي مرستو پرته هم د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، پاکستان له دې وړاندې هم دېته ورته څرګندونې کړي، خو په دې برخه کې هیڅ عملي اقدام نه تر سترګو کېږي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو ی یو شمېر افغان کارپوهان وايي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې پاکستان د باور فضا د رامنځته کولو لپاره د ترهګرو ډلو د ځپلو په برخه کې عملي اقدامات وکړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض ازادي راډیو ته وویل:

باري عارض
باري عارض
“اوس د دي وخت رارسېدلی چې پاکستان باید عملي اقدام وکړي، څو لږ تر لږه د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ د راتلونکو خبرو لپاره د باور فضا رامنځته شي.”

ښاغلی عارض وايي، پاکستان هڅه کوي په دا شان څرګندونو سره د امریکا غوسه راکمه او افغانستان ته قناعت ورکړي.

خو نوموړی ټینګار کوي چې افغان حکومت باید پر پاکستان د فشار زیاتولو لپاره خپله لابي ګري زیاته او امریکا هم له نوموړي هېواده د عملي اقداماتو غوښتونکی شي.

راپور: رحمت الله افغان

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.