دفاع وزارت: طالبانو د اوربند نوی وړاندیز نه‌دی منلی او بیا یې حملې پیل کړي

 

دآزادیراډیو

د افغانستان دفاع وزارت وايي، وسله‎والو طالبانو د افغان حکومت د اوربند نوی وړاندیز نه‎دی منلی او له درې ورځني اوربند وروسته‌یې تېر ماښام یو ځل بیا په یو شمېر ولایتونو کې خپلې حملې پیل کړي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۸» ازادي راډیو ته وویل، افغان ځواکونو ته امر شوی چې یوازې له خلکو او خپلو ځانونو کلکه دفاع وکړي او نوی اعلان شوی اوربند جدي مراعت کړي.
دی وايي:

“طالبانو په ننګرهار، کونړ، لغمان، غزني، فراه، فاریاب او د هلمند په ځینو سیمو کې په افغان ځواکونو حملې کړي چې له نېکه‎مرغه تلفات نه‎لري، موږ په نوي اعلان شوي اوربند کې خپلو ځواکونو ته امر کړی چې په ټول قوت احضارات ولري، خو اوربند باید جدي مراعت کړي.”

راپورونه: طالبانو په ځينو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي

دا په‎داسې حال کې ده چې د وسله‎والو طالبانو له لوري د کوچني اختر په درېیو ورځو کې اعلان شوی اوربند تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېد او دغه ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې خپلو فعالیتونو ته به د پخوا په څېر دوام ورکړي، خو افغان حکومت د ۱۰ نورو ورځو لپاره د اوربند موده وغځوله.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوه ورځې وړاندې د یوه وېډیويي پیغام له لارې له وسله‎والو طالبانو هم د اوربند د مودې د غځولو غوښتنه وکړه.

د افغان حکومت د اوربند نوی اعلان په ملي او نړیواله کچه له هرکلي سره مخ شو او هغه‌یې د تل پاتې سولې لپاره مهم او ګټور وباله.

د اختر د ورځو د اوربند په درې ورځنۍ موده کې په یو شمېر ولایتونو کې وسله‎والو طالبانو او افغان ځواکونو یو بل ته غاړې ورکړې او حتی طالبان تر پلازمېنې کابله راغلل چې دغه کار د ولسي وګړو له تود هرکلي سره مخ شو.

د نظامي چارو افغان کارپوهان وايي، د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ لنډ مهال اوربند د افغانانو ترمنځ د خپل‌منځۍ سولې لپاره یوه ښه او بریالۍ تجربه وه.

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض وايي، د اوربند د تمدید او د تل‌پاتې سولې لپاره اړینه ده چې په جګړه کې د ښکېلو غاړو تر څنګ دوست او ګاونډي هېوادونه هم مرسته وکړي.

ښاغلي عارض زیاته کړه:

“د افغانستان په قضیه کې د ښکېلو خواوو په همکارۍ اوربند او سوله ممکنه کېدای شي، یوازې یو اړخ، که هغه افغان حکومت، بهرنیان او یا طالبانو وي اوربند او سوله نه‎شي راوستلی، دوست او هم ګاونډیان هېوادونه باید وهڅول شي چې په‎دې لاره کې مرسته وکړي، د دوی له همکاري پرته سوله او اوربند ستونزمنه موضوع دی.”

له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې چې د امریکا په مشرۍ د ترورېزم پر ضد جګړه پیل شوې، دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو له‎خوا اوربند اعلان او په ښه توګه عملي شو.

یو شمېر ولسي وګړو او د ملي شورا غړو د افغان حکومت له نوي اعلان شوي اوربند هرکلی کوي او د جګړې له دواړو لورو یې غوښتي چې اوسنی اوربند تمدید کړي.

راپور: رحمت‎الله افغان

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.