دفاع وزارت: د کندهار د میوند ولسوالۍ په پېښه کې ۴۳ سرتېري وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کندهار د میوند ولسوالۍ په پېښه کې د ملي اردو ۴۳ سرتېري وژل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، په قرارګاه کې مېشت نهه نور عسکر ټپیان او شپږ لا درکه دي.
په میوند ولسوالۍ کې یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې برید تیره شپه یوه نیمه بجه د یوه ټانک په وسیله چې چاودېدونکي مواد پهکې ځای پر ځای شوي وو، شوې ده.
د سرچینې په خبره وسلهوالو غوښتل د ملي اردو دغه قرارګاه تصرف کړي، خو د کمکي ځواکونو په ورسېدو دغه قرارګاه له سقوطه ژغورل شوې ده.
د افغانستان دفاع وزارت او د کندهار د ولایت مقام هم پېښه تائيدوي، خو د نورو جزئیاتو په اړه څه نهوايي.
وسلهوالو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لېږلي خبر کې ویلي چې د کندهار میوند ولسوالۍ د چشمو سیمې د زرغون کنډکیې په یوه ډلهییزه حمله کې نیولی او د ملي اردو ګڼو عسکرو تهیې مرګ ژوبله اړولې ده.
نور جزئیات ورورسته …
پخواني معلومات
تېره شپه ناوخته د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د چشمو په سیمه کې د ملي اردو پر قرارګاه د وسلهوالو په حمله کې د ملي اردو ۲۵ سرتېري وژل شوي او شااوخوا ۲۰ تنهیې ټپیان دي.
په میوند ولسوالۍ کې یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې برید نن سهار د یوه ټانک په وسیله چې چاودېدونکي مواد پهکې ځای پر ځای شوي وو، شوې ده.
د سرچینې په خبره وسلهوالو غوښتل د ملي اردو دغه قرارګاه تصرف کړي، خو د مرستندویه ځواکونو په رسېدو دغه قرارګاه له سقوطه ژغورل شوې ده.
د افغانستان دفاع وزارت او د کندهار د ولایت مقام هم پېښه تائیدوي، خو د نورو جزئیاتو په اړه څه نهوايي.
وسلهوالو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لېږلي خبر کې ویلي چې د کندهار میوند ولسوالۍ د چشمو سیمې د زرغون کنډکیې په یوه ډلهییزه حمله کې نیولی او د ملي اردو ګڼو عسکرو تهیې مرګ ژوبله اړولې ده.
نور جزئیات وروسته …
پخواني معلومات
د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو د چشمو پر قرارګاه وسلهواله حمله شوې.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته دا پېښه تائید کړه.
د دې پېښې مسؤلیت وسلهوالو طالبانو منلی دی.
نور جزئیات وروسته …
نظرات بسته شده است.