دفاع وزارت: د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د امریکا درجه بندي تقریبي ده

 

دآزادی راډیو

د افغانستان دفاع وزارت په هېواد کې امنیتي ستونزې مني، خو ټینګار کوي چې وضعیت د افغان حکومت په کنټرول کې دی او د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره یو لړ ځانګړي پلانونه هم په پام کې دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ترورېزم ګواښ لا هم په افغانستان کې په خپل ځای دی.

ښاغلي رادمنش وايي، د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د امریکا له لوري خپره شوې اعلامیه تقریبي ده، خو لا هم د ترورېزم ګواښونه موجود دي.
دی وايي:

“دا اعلامیه تقریبي ده، د ترورېزم ګواښونه شته، موږ هم د ترورېستانو پر وړاندې کولای شو خپل ظرفیت په ښه توګه استعمال کړو، په ژمي کې عملیات لرو، له عملیاتو وروسته به موږ امنیتي وضعیت ته بدلون ورکړو، امنیت به ښه شي.”

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې تازه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغانستان د خطرناکو هېوادونو په څلورمه درجه او پاکستان یې په درېیمه درجه کې ځای لري.

اعلامیه زیاتوي، په افغانستان کې د جرمونو، ترورېزم، ملکي بې ثباتۍ او وسله‎والو شخړو لپاره امریکایانو ته په‎کار ده چې دغه هېواد ته سفر ونه‎کړي.

په اعلامیه کې دغه شان ویل شوي، کوم هېوادونه چې دوهمه درجه خطرناک بلل شوي، هلته باید امریکایان احتیاط وکړي او کوم هېوادونه چې ارامه دي، هغوی په لومړۍ درجه هېوادونو کې حساب شوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، افغانستان هومره هم خطرناک هېواد نه‎دی، لکه امریکا یې چې به اړه اعلامیه خپره کړې ده.

د دغې جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې امنیتي ستونزه هومره لویه نه‎ده لکه څومره یې چې امریکا په اړه څرګندونې کړي.
دی وايي:

“ستونزه هومره نه‎ده لکه څومره یې چې په اړه امریکا تشویش څرګند کړی، د افغان امنیتي سکتور مورال زیات پیاوړی دی، دښمن یې ځپلی، دا مهال بهرنۍ موسسې او افغان ملي سوداګر کار کوي، ګواښونه شته، خو زیات هم نه.”

ښاغلي احمدزی زیاتوي، باید دا شان څرګندونې ونه‎شي، ځکه دا ډول اعلامیې د افغانستان دښمنانو ته روحیه ورکوي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ژمي لپاره ځانګړي امنیتي پلانونه لري چې په پلي کېدو سره به یې تر ګواښ لاندې سیمې امن کړي.

راپور: رحمت الله افغان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.