دفاع وزارت: تر دوو ورځو به د غزني ښار په امنیتي وضعیت کې بدلون راشي

 

په داسې حال کې چې د غزني ښار د امنیت په اړه ضد او قیضې څرګندونې کېږي، د افغانستان دفاع وزارت وایي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه له ښار نه د طالبانو د په شاتمبولو په حال کې دي.

د دفاع وزارت لوی درستیز جنرال شریف یفتلي د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له طالبانو د غزني ښار د تصفیه کولو عملیات روان دي.

جنرال یفتلي وايي چې د غزني ښار کلیدي سیمې د افغان ځواکونو په لاس کې دي او تمه کېږي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د غزني ښار په امنیتي وضعیت کې بدلون راشي.

نوموړي زیاته کړه:
“موږ هیله من یو چې په راتلونکو دوو ورځو کې به وتوانېږو چې د غزني ښار وضعیت ته بشپړ بدلون ورکړو او په دې ولایت کې امن او ثبات راولو، د ولایت مقام، امنیه قومانداني، محبس، د ملي امنیت ریاست او د ملي اردو اساسي مرکزونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ولکه کې دي.”

ښاغلي یفتلي یوځل بیا ټینګار وکړ چې پاکستان د نړیوال ترورېزم د اوسېدنې ځای دی او په خبره یې چې ظاهراً د تروریستانو ملاتړ د پاکستان له لوري کېږي او د پاکستان د لشکر طیبه څو غړي د غزني په ښار کې وژل شوي دي.

د پاکستان د لشکر طیبه څو غړي د غزني په ښار کې وژل شوي دي.
نوموړی وايي چې وسله والو طالبانو په روان کال کې هڅه وکړه چې د فاریاب، فراه، ارزګان، کنذز او غزني ښارونه ونیسي، خو په خبره یې دغه ډله په خپلو پلانونو کې ناکامه ده.

د جمعې په شپه وسله والو طالبانو پر غزني ښار ډله ییزه حمله وکړه، د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي چې اوس هم د غزني ښار مهمې سیمې او دولتي ادارې د طالبانو په ولکه کې دي.

طالبانو دغه شان ادعا کړې چې په غزني ښار کې یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د شنبې په ورځ ویلي و چې په غزني ښار کې له ۱۵۰ ډېر طالبانو او ۲۶ افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د فرانسې خبري اژانس د غزني د ولایتي شورا د یوشمېر غړیو په حواله راپور ورکړی چې یوازې د غزني د ولایت مقام، امنیه قومانداني او څو نورې ادارې د افغان امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دي.

بل خوا په ولسي جرګه کې د غزني استازي وايي چې د اطلاعاتو له مخې په غزني ښار کې وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.

له دې ډلې عبدالقیوم سجادي ازادي راډیو ته وویل چې اوس هم طالبان په غزني ښار کې دي او د په شاتمبولو لپاره یې لازمي اقدام نه دی شوی.
نوموړي زیاته کړه:

“د هغه معلوماتو له مخې چې موږ یې لرو اوس هم د غزني په ښار کې دښمن حضور لري، د غزني ښار د تصفیې لپاره جدي اقدام نه دی شوی، د غزني ښار وضعیت جنګی دی، دښمن اکثره دولتي ساحو ته لاس رسی پیدا کړی او اور یې ور اچولی، خو دواړو خواوو ته د اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات زموږ په واک کې نشته.”

له غزني سربېره له فراه، هلمند، بادغیس، جوزجان، بغلان، ارزاګان او یوشمېر نورو ولایتونو نه هم د ناامنۍ راپورونه ورکړل شوي دي.

یوازې د غزني د ولایت مقام، امنیه قومانداني او څو نورې ادارې د افغان امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دي
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی محمد نواب منګل وايي چې حکومت باید له هرې ممکنې لارې په استفادې سره له غزني ښاره د طالبانو د ایستلو لپاره اقدام وکړي او پرې نږدي چې د کندز ښار د سقوط تجربه په غزني یا بل کوم ولایت هم تکرار شي.

راپور: رحمت الله افغان

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.