دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د ملي اردو او پولیسو په اړه د سیګار راپور ردوي
دآزادی راډیو
د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د امریکا د ځانګړې پلټونکې يا سیګار د هغې ادعا په اړه چې ګوندې د ملي اردو او پولیسو د روزنې په برخه کې د امریکا دفاع وزارت لهخوا لګول شوېو سلګونو میلیونو ډالرو موثره نتیجه نهده ورکړې ردوي.
دوی وايي چې د دغو پروګرامونو له لارې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مهارتونه او وړتیاوې ډېرې لوړې شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د سیګار د دغې ادعا په اړه وویل:
“دوی دا ادعا کړې ده چې کومې روزنې، ورکشاپونه او مشورې چې د نړیوالو سلاکارانو لهخوا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي موثریت نهلري، موږ دا ادعا ردوو او وایو چې د پام وړ موثریت لري.”
دا پهداسې حال کې ده چې د سیګار په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی راغلی چې دوی د ۲۰۱۵ میلادي کال د جنورۍ میاشتې نه د ۲۰۱۸ میلادي کال تر اپريل میاشتې پورې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د روزنې او مشورو ورکولو هڅې ارزولي دي.
سیګار: د افغان اردو پر روزنې د پنټاګون لګښت مؤثره نتیجه نهده ورکړې
په راپور کې راغلي چې د دفاع وزارت د نیمګړي پلان او کمزورې څارنې او ارزونې له امله په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د دغو هڅو او پروګرامونو پرمختګونه او مؤثرې پایلې نامعلومې دي.
سیګار وایي، له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې چې دفاع وزارت له قراردادیانو سره د یو میلیارد او ۶۲۰ میلیونه ډالرو څلور قراردادونه کړي چې د افغانستان د ملي اردو او کورنیو چارو وزارتونو سرتېرو او پولیسو ته روزنه ورکړي.
په راپور کې دا هم راغلي چې د ۴۲۱ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه قراردادونهیې تر اوسه هم دوام لري چې په روانه نوومبر میاشت کې به ختم شي.
بلخوا د افغانستان دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید هم د سیګار راپور ردوي او وايي چې د امریکا دفاع وزارت لهخوا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روزنیز او د مشوره ورکوونې پروګرامونه ډېر ګټور تمام شوي دي.
ښاغلي جاوېد زیاته کړه:
“دغه پروګرامونه که روزنیز دي او که مشورې دي، ډېر مؤثر دي، تاسو ولیدل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وتوانېدل چې د پارلماني ټاکنو امنیت یي خوندي کړ او په ښه توګه یې مدیریت کړ، د همدغه روزنیزو پروګرامونو له امله د دوی ظرفیت لوړ شوی دی.”
بلخوا د پوځي چارو کارپوه کابل خان تدبیر بیا د سیګار راپور تأییدوي او وايي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې او مشورې په نوم لګول شوې پیسې حیف و مېل شوي دي.
دی وايي:
“یقیناً زه د سیګار راپور تأییدوم، هغه پیسې چې مصرف شوي، هغه د افغانستان د نظامي سکټور په درد نهدي خوړلي، بلکه په هغو برخو کې لګېدلي چې بې ګټې وې او هسې پیسې حیف و مېل شوي دي.”
دا پهداسې حال کې ده چې له دې وړاندې د سیګار مشر جان سوپکو د کاناډا ټورنټو سټار ورځپاڼې سره په يوه مرکه ویلي چې له ۱۷ کلونو وروسته کله چې امریکا په افغانستان کې د ترورېزم پرضد جګړه پیل کړه،
دا هېواد لا هم له ستونزو سره مخ دی.
د افغان امنیتي ځواکونو ظرفیت تر پوښتنې لاندې دی.
فساد دوام لري.
او د نشهیي موادو تولید لا هم د دولت ضد وسلهوالو د تمویل لویه سرچینه ده.
راپور: محمد واصل وصال
نظرات بسته شده است.