داودزی: په مشورتي لویه جرګه کې د طالبانو پر ګډون بحثونه روان دي

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارلانشا رئیس وايي، په مشورتي لویه جرګه کې د طالب استازو د ګډون په څرنګوالي بحثونه روان دي او که دغه ډله وغواړي چې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي، پر وړاندې یې کوم خنډ نشته.

د سولې لپاره د مشورتي لویې جرګې د تیاریو سره همهاله د افغانستان د سولې عالي شورا دلته طالبانو ته په دغه جرګه کې د ګډون بلنه ورکوي.

د سولې د عالي شورا د دارلانشا او د مشورتي لویې جرګې د جوړولو د کمېسيون رئیس محمد عمر داودزي د يکشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، دا چې طالبان دغې جرګې ته په رسمي توګه وبلل شي او که نه، په دې اړه بحثونه دوام لري.

ده وویل:

“که په دغه جرګه کې د طالبانو واضح او غیر واضح استازي هم ګډون وکړي، نو موږ ورته ښه راغلاست وایو، ځکه ښه ده چې دوی هم له خلکو سره خپل نظرونه شریک کړي، حتی په دې اړه هم غور روان دی چې په دغه جرګه کې طالبانو ته د ګډون لپاره بلنه ورکړل شي او که نه؟ ګډون او نه ګډون بیا د هغوی کار دی.”

ټاکل شوې چې د سولې مشورتي لویه جرګه د روان کال د غويي د میاشتې په نهمه نېټه وشي، دغه جرګه د افغانستان د سولې لپاره هغه حل لاره ګڼل کېږي چې افغان حکومت ورته سترګې نیولي او غواړي چې د خلکو د استازو د خبرو اترو له لارې طالبان سولې ته را وبولي.

د سولې عالي شورا وايي، دغه جرګه به څلور ورځې دوام کوي چې له ټول هېواده به د خلکو ۲۵۰۰ استازي په کې ګډون کوي چې دېرش سلنه به یې ښځې وي.

د دې شورا په خبره، د مشورتي لویې جرګې ۱۷۵۰ غړي له ولایتونو غوښتل کېږي چې د ټاکلو معیار یې له هر ولایته د ولسي جرګې د غړو په تناسب په نظر کې نیول کېږي.

ټاکل شوې وه چې د سولې مشورتي لویه جرګه د ۱۳۹۷ لمریز کال د کب د میاشتې په ۲۶مه نېټه وشي، خو د افغانستان د سولې عالي شورا په خبره، د دې لپاره چې له هېواده بهر د کډوالو استازي په دغه جرګه کې ګډون وکړي، نېټه یې وځنډول شوه.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړی دی او په دغه جوړېدونکې مشورتي جرګه کې یې هم د ګډون او يا نه ګډون په اړه تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

په داسې حال کې چې د سولې عالي شورا په دغه مشورتي جرګه کې له ټول هېواده د خلکو د استازو په ګډون ټینګار کوي، خو اوس پوښتنه دا ده چې که د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه د خلکو استازي په دغه جرګه کې ګډون ونشي کړای، نو د سولې عالي شورا ورته څه بدیل لري؟

د سولې عالي شورا د دارلانشا رئیس وايي، د دغو ولسوالیو د استازو پرځای به د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د بېځایه شویو کورنیو استازي ګډون وکړي.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د قطر ناسته د روان کال د وري په پنځمه ویشتمه په دوحه کې وشي، هغه ناسته چې د افغانستان د سولې عالي شورا یې پایلې د سولې مشورتي لویې جرګې پورې تړي او ټینګار کوي چې دغه ناسته باید له مشورتي لويې جرګې وروسته وشي.

خو د ولسي جرګې د اداري پلاوي د يو شمېر غړو نظرونه بیا په دې اړه بل ډول دي.

د دې جرګې د منشي مرستیال عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته وویل چې لومړی باید د قطر ناسته وشي، څو طالبان وتوانېږي چې په ډاډ زړه د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي.
​دی زیاتوي:

“په هغه صورت کې، کومه ناسته چې په دوحه کې کېږي، پایله یې ښه نه وي او غبرګونونه لا تریخ شي، فکر نه کوم چې مشورتي لویه جرګه دې هم نتیجه ورکړي او دغه ډله دې په کې ګډون وکړي، په دې برخه کې د هغو کسانو رول هم مهم دی چې له دغې ډلې ملاتړ کوي او يا هم امریکا چې له طالبانو سره په خبرو بوخته ده، څومره توانېږي چې دغه ډله دې ته اړباسي چې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي، خو دغه ناسته باید له مشورتي لویې جرګې مخکې وشي.”

ښاغلی عرفان هیله مندي څرګندوي چې مشورتي لویه د پردیو دروازو د ټکولو پرځای د سولې د بریالیتوب کيلي شي.

دی وايي، که حکومت وتوانېږي چې دغه جرګه په سمه توګه مدیریت کړي، نو امکان شته چې د سولې معما ته د حل يوه معقوله حل لار د خلکو د استازو د بحثونو په نتیجه کې وموندل شي.

راپور: محمد واصل وصال

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.