داعش د کابل د تروریستي حملې مسوولیت په غاړه واخیست

 
تاند- د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د کابل د نن /پنجشنبې/ په تروریستي بریدونو کې ۴۱ تنه وژل شوي او ۴۸ نور ژوبل دي.

مخکې د وژل شویو شمېر ۴۰ او د ټپیانو ۳۰ ښودل شوی و.

د تبیان پر کلتوري – ټولنیز مرکز او اوا خبري اژانس په داسې حال کې تر غرمې مخکې درې انتحاري بریدونه وشول چې په دغه مرکز کې د جدي د شپږمې؛ پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د سرولښکرو د یرغل د ۳۸ کلیزې په مناسبت غونډه روانه وه. (د حملې جزییات په مخکیني خبر کې) د تبیان کلتوري مرکز، د ایران په مرسته جوړ شوی او په تهران او مشهد ښارونو کې هم دفترونه لري.

اسلامي دولت یا داعش د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست.

دې ډلې تر دې پخوا هم په ځلونو پر افغان شیعه ګانو بریدونه کړي دي.

داعش په یوه انلاین پیغام کې ویلي چې دا برید دوی کړی دی.

تر دې وړاندې داعش ډلې په کابل کې پر شمشاد تلویزیون برید کړی و.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل نننۍ حمله وغندله او د هغې په اړه یې د تحقیقاتو امر وکړ.

د ولسمشر په ټویټري پیغام کې ویل شوي«تروریستي ډلې او د هغوی ملاتړ کوونکي باید پوی شي چې افغانان متحد دي او د خپلو دښمنانو هرې دسیسې په وړاندې یوموټی ولاړ دي؛ دا وحشیانه بریدونه به د افغانانو اراده کمزورې نه کړي.»

وسله والو طالبانو ویلي چې دوی په دې برید کې لاس نه لري.

طالبان عموماً پر هزاره ګانو او نورو لږکیو بریدونه نه کوي خو د دوی خلاف داعش بیا عموماً هزاره ګان په نخښه کوي.

په وژل شویو کسانو کې د تبیان د کلتوري او ټولنیز مرکز ريیس سید باقر واعظي، او د امیرالمومنین مدرسې مسوول ضیايي هم شامل دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.