دارالامان کې د اداري مجموعې د جوړولو د ډیزاین تړون لاسلیک شو

 

دامریکا غږ

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت چارواکو د شنبې په ورځ د خطیب‌العالمي په نوم له یو نړیوال ساختماني شرکت سره د کابل په دارالامان سیمه کې د اداري مجموعې د جوړولو د طرحې او ډیزاین تړون لاسلیک کړ.

دا تړون چې په ارګ کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شو، له مخې به یې د خطیب‌العالمي شرکت په راتلونکو دوو کلونو کې د دارالامان په سیمه کې د دولتي ادارو او وزارت‌خانو جوړولو لپاره نقشې طرح او ډیزان کړي.

د افغانستان د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري د تړون د لاسلیک په مراسمو کې وویل “د دارالامان سیمې ته د وزارت‌خانو او دولتي ادارو د انتقال برنامه، د ملي یووالي د حکومت د کار په لومړنیو ورځو کې د ولسمشر په کاري لومړیتوبونو کې وو، چې موږ د ښاري سکتور له ټولو ادارو سره په هراړخیزې همکارې توانیدلي یو، چې د دې پروژې د تطبیق لپاه لازمه زمینه برابره کړو.”

ښاغلي نادري زیاته کړه، چې دارلامان سیمې ته د وزارتونو او دولتي ادارو انتقالول، د یوې مشخصې برنامې له مخې د لویې اداري مجموعې جوړلولو ته اړتیا لري.

د ښاغلي نادري پر وینا د خطیب‌العالمي ساختماني شرکت چې د دغې پروژې د طرحې او ډيزاین مسولیت په غاړه لري، د ښار جوړونې وزارت د کارکونکو د ظرفیت په لوړولو کې به هم له دغه وزارت سره مرسته وکړي.

ښاغلي نادري وویل، د دې پروژې عملي کیدل به د کابل ښار په مرکزي برخه کې د ګڼې ګوڼې د کچې پر راکمولو اغیزه وکړي او خلکو ته د کار موندنې تر څنګ هغوی ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د خطیب‌العالمي شرکت رئيس وايي، دا پروژه به د افغانستان پر اقتصاد مثبته اغیز وکړي او له افغاني شرکتونو څخه یې وغوښتل، چې هغوی هم د دغې پروژې په عملي کولو کې برخه واخلي.

هغه وویل “موږ د دې پروژې پر جوړولو کار کوو او د دې مهمې پروژې له لارې غواړو چې د افغانستان په پرمختګ کې ونډه واخلو، دا د افغانستان په راتلونکې کې مهم رول لري.”

د خطیب‌العالمي شرکت رئيس زیاته کړه، د هغوی ادارې په افغانستان کې د یو شمیر نورو پروژو پر طرحې او ډیزاین هم کار کړی دی.

د افغانستان د ښار جوړونې وزیر وايي، دا شرکت یوازې د درالامان د اداري مجموعې د طرحې او ډيزاین مسولیت په غاړه لري، خو هغه د دې پروژې د جوړولو د کار د پیل په اړه څه و نه ویل.
له مونږ سره په تماس کې پاتې شئ
م

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.