خپلواک: د سولې د بین الافغاني خبرو په اړه د طالبانو ترمنځ جدي بحثونه روان دي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې د عالي شورا دارالانشاء رئیس وايي، بالاخره نړیوالو، سیمه ییزو او د افغانستان په داخل کې فشارونو طالبان دې ته اړ کړل چې د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته لبیک ووايي.

محمد اکرم خپلواک د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په استماعیه غونډه کې وویل چې په دې اړه د طالبانو تر منځ جدي بحثونه روان دي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی د سولې په اړه خبرو ته محتاطانه خوشبین دي.
نوموړي زیاته کړه:

“هغه معلومات چې موږ یې لرو د دوی «طالبانو» تر منځ دغه بحث په جدیت روان دی، ستونزې به وي، کېدای شي وخت ونیسي، خو هیله لرو چې روان فشارونه او روانې هڅې چې د سولې په اړه یې موږ لرو او دغه شان په دې اړه نړیوال، سیمه ییز او د افغانستان په داخل کې ملاتړ د دې لامل شي چې موږ بین الافغاني مذاکراتو ته ورسېږو.”

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په دوهم پړاو ناسته کې ویلي چې له طالبانو سره له قید او شرط پرته خبرو ته حاضر دی.

د ښاغلي غني په خبره، که طالبان سولې ته حاضر شي، حکومت چمتو دی چې دغه ډله د یو سیاسي اړخ په توګه ومني.

طالبانو که څه هم په رسمي توګه تر اوسه د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته نه رد او نه هم د تائید ځواب ورکړی، خو د امریکا د دفاع وزیر ویلي و چې د طالبانو ځینو وړو ګروپونو د سولې له خبرو سره لېوالتیا ښودلې ده.

تازه د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ویلي چې د وسله والو طالبانو شااوخوا ۶۰ جګپوړي مشران حاضر شوي چې افغان حکومت سره سوله وکړي او د کندهار په امن سیمه کې سوله ییز ژوند پیل کړي.

جنرال عبدالرازق ویلي چې د وسله والو طالبانو د کوټې شورا له شااوخوا ۶۰ مهمو مشرانو سره د سولې په برخه کې تفاهم ته رسېدلی دی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړی حمیدزی لالی هم وايي چې ځینې طالب مشران کندهار ته راغلي او ځینې هم د راتګ په حال کې دي.
نوموړي زیاته کړه:

“تاسې به هم خبر یاست چې ځینې طالبان مشران کندهار ته راغلي او ځینې راځي، موږ د سولې په ارمان یو، خو په ارمانونو نه راځي، سولې ته یوه درسته برنامه پکار ده.”

خو محمد اکرم خپلواک وايي چې په افغانستان کې په دې اړه له خلکو سره خبرې شوي او یوه بشپړه ستراتیژي یې ورته جوړه کړې ده.

ښاغلی خپلواک زیاتوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به په اندونیزیا کې د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني علمانو غونډه جوړه شي.

نوموړی دا هم وايي چې په راتلونکو دوو درې میاشتو کې به په نړیواله او سیمه ییزه کچه اعلان وشي چې د افغانستان جګړه دیني او اسلامي ضبغه نه لري او جهاد ورته نه شي ویل کېدای.

راپور: رحمت الله افغان

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.