خټک: له غزني څخه د پاکستانیانو مړي وروړل کېږي

 

تاند- په پاکستان کې د بشري حقونو مخکښ مدافع او د عوامي نشنل ګوند یو مشر افراسیاب خټک وايي، د غزني په جګړې کې د وژل شویو پاکستانیانو مړي درګرده پاکستان ته وروړل کېږي.

افراسیاب خټک د غزني په جګړه کې د ګڼ شمېر پاکستاني اتباعو د وژل کېدو او نیول کېدو راپورونو ته په اشارې له پاکستاني چارواکو په دې برخه کې د توضیح غوښتنه وکړه.

ښاغلي خټک د غزني په حمله کې د پاکستان مداخله په ۱۹۸۹ م کال د جلال اباد د ناورین تکرار وباله، او ویې ویل چې پاکستاني چارواکي باید خپله پالیسي بدله کړي.

په ۱۹۸۹ م کال د پاکستان د وخت حکومت او پوځ افغان مجاهدین وهڅول چې پر جلال اباد ښار یرغل وکړي. په دې یرغل کې، چې پاکستاني پوځیانو هم ګډون درلود، د جګړې په دوالړو خواوو کې په زرګونو افغانان ووژل شول او زرګونه نور معیوبه شول.

پرون د افغانستان دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي وویل چې د پاکستانیانو او چیچنیايانو په شمول بهرنیو سختدریځو د غزني په یرغل کې د طالبانو ملاتړ کړی دی.

تر دې وړاندې د غزني امنیه قوماندان هم ورته څرګندونې کړې وې.

جنرال بهرامي د دوشنبې په ورځ وویل چې په غزني کې ۱۹۴ تنه وسله وال سختدریځي وژل دي.

د وروستیو راپورونو له مخې، نن د غزني ښار ارام دی، دوکانونه هم پرانیستل شوي خو د ښار مرکزي او اصلي تجارتي برخه سخته ویجاړه شوې ده.

طالبان د ښار شاوخوا سیمو ته تښتېدلي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې تعقیب یې کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.