خوګیاڼی: په جلال اباد کې په ځان وژونکي برید کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۴۹ ټپیان دي

 

آزادی راډیو

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه پښتونستان واټ کې د شوي ځان مرګي برید له امله ۱۸ تنه وژل شوي او ۴۹ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي دي چې دا برید داسې مهال وشو چې د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې د نېږدې زرو تنو د حکومتي مسؤلینو، افغان طالبانو او ولسي وګړو ترمنځ د اوربند د مودې د غځولو او د سولې د رامنځته کېدو په اړه غونډه روانه وه.

پېښه د ننګرهار شاهي ماڼۍ سره نېږدې شوې ده.

پخواني معلومات:

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې د جلال اباد ښار د ننني ځان وژونکي برید د قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی راغی.

د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې د لومړنیو معلوماتو په اساس، په دې برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپيان دي.

خوګياڼي د پېښې په اړه نور جزيات ورنه کړل، خو دا پېښه په داسې مهال شوې چې نن یکشنبه د ولایت په مقام کې د سولې له غونډې خلک د راوتو په حال کې وو.

په دې غونډه کې د ننګرهار ولایتي او امنيتي چارواکو او یو شمېر طالب مشرانو او ولسي خلکو برخه اخيستې وه.

پخواني معلومات:

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې ملي راډيو ټلویزیون ته څېرمه چاودنه شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي څو شېبې وړاندې ازادي راډيو ته وویل چې دا یو ځانوژونکی برید و چې له امله يې د لومړنیو معلوماتو په اساس، له ۱۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د ښاغلي خوګیاڼي په خبره چې دغه برید د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې شوې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی، خو پرون شنبه په ننګرهار کې د خونړۍ حملې مسؤلیت داعش ډلې ومانه.

تر دې وړاندې عیني شاهدانو ویلي وو چې چاودنه نن یکشنبه ماسپښین درې بجې وشوه چې مرګ ژوبله لري، خو کره معلومات نشته.

عیني شاهدانو ازادي راډيو ته په همغه لومړنیو شېبو کې دا هم ویلي وو چې چاودنه ډېره زوروه وه او ښکاري چې ځانوژونکی برید به وي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د دې ولایت د روداتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په غازي امان الله خان ښارګوټي کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د خوښۍ د لمانځنې په مراسمو کې ځانمرګی برید شوی و چې ۳۶ کسان يې ووژل او ۶۵ نور يې ټپيان کړل.

نو معلومات وروسته…

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.