خوګیاڼی: په جلالاباد کې چاودنې ۱۰ تنه وژلي او ۴ ټپیان دي
دآزادی راډیو
په جلالاباد کې په ځانمرګي برید کې د دوو امنيتي کسانو په ګډون ۱۰ ملکيان وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د سې شنبې په ورځ شااوخوا نهه نیمي بجې د جلالاباد ښار د شپږمې ناحيې په څلورلاري کې يوه پلي ځانمرګي بریدګر ځان ته چاودنه ورکړې چې له املهيې دوه امنيتي کسان او ۸ ملکيان وژل شوي او څلور تنه ټپیان شوي دي.
خوګياڼی وايي، په ټپیانو کې یو ملکي وګړی دی او نور امنيتي کسان دي.
د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې، په دې سیمه کې د پېښې د رامنځته کېدو له امله، یو دکان او موټر هم سوځېدلي دي.
د دې پېښې مسؤلیت تر دې دمه کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.
پخواني معلومات
د جلالاباد ښار په شپږمه ناحیه کې چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګياڼی وايي چې د سې شنبې په ورځ شااوخوا نهه نیمې بجې د جلالاباد ښار د شپږمې ناحيې په څلورلاري کې چاودنه شوې چې د پېښې له ځای څخه د دوو تنو جسدونه او پنځه ټپیان د جلالاباد مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.
خوګياڼی وايي، په وژل شویو کې یو تن د ملي امنیت کارکوونکی او بل ملکي وګړی دی.
ولایتي اداره وايي، تر اوسه څرګنده نهده چې دا ځای پر ځای شوی ماین و او که ځان وژونکی برید.
د دې پېښې مسؤلیت تر دې دمه کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.
نظرات بسته شده است.