خلیل‌زاد وایي، د افغانستان له جګړې د ځان خلاصولو لپاره هڅې نه‌کوو

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په هدف له طالبانو سره خبرې کوي، وایي متحده ایالات یوازې د دې لپاره هڅه نه‌کوي چې په‌دې هېواد کې له دغې تر ټولو اوږدې جګړې ځان خلاص کړي، بلکې د دغې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو ترمنځ د سولې لپاره خبرې چې ښځې به هم په‌کې ناستې وي، مخ ته وړي.

زلمی خلیل‌زاد دغه څرګندونې د یوه ویډیو کنفرانس له لارې په واشنګټن کې یوې غونډې ته چې ډېرې پوښتنې له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې د ښځو د ونډې او د دوی د غوښتنو د اورېدو پر مسئلو څرخېدې، وکړې.

موږ غواړو له افغانستانه له وتلو وروسته یو ډېر ښه میراث پریږدو.
د اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې خلیل‌زاد له قطره چې د روانۍ اوونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د طالبانو د استازیو په ګډون د بین الافغاني خبرو کوربه و، دغې غونډې ته له طالبانو سره د سولې د ترسره شویو خبرو په اړه رڼا اچوله او د هغوی پوښتنې یې ځوابولې.

د واشنګټن د غونډې برخه‌والو سره ډیره اندیښنه له دې پلوه وه چې له ښځو سره اندیښنې شته چې له طالبانو سره د سولې هر تړون ښايي دوی له هغو لاسته راوړنو بې برخې کړي چې په تېرو څو کلونو کې یې ترلاسه کړي او وضعیت بېرته د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ دورې ته وګرځي.

خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ټینګار وکړ چې موږ غواړو له افغانستانه له وتلو وروسته یو ډېر ښه میراث پریږدو.

ښاغلي خلیل‌زاد زیاته کړه چې موږ یوازې له دغې لانجې د وتلو لپاره هڅه نه کوو او یوازې د ځواکونو د وتلو لپاره تړون نه‌کوو، بلکې موږ د سولې یو تړون غواړو. موږ له افغانستان سره د اوږدمهاله اړیکو او شراکت غوښتونکي یو.

طالبانو تراوسه د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو کولو ډډه کړې ده او هغه یو لاسپوڅۍ حکومت بولي.

د دې غونډي د پای په پریکړه‌لیک کې ویل شوي چې له جګړې وروسته د افغانستان نظام باید پر شریعت ولاړ وي او د اسلامي اصولو په رڼا کې د ښځو حقونه خوندي او دا یقیني کړي چې ټول قومونه مساوي حقوق ولري.

د واشنګټن د جورج ټاون په پوهنتون کې د غونډې یوه برخه‌واله هم د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس ولز وه.

مېرمن ولز چې تراوسه یې څو ځلي له طالبانو سره کتلي، وویل، د افغانستان اوسنی یا راتلونکی حکومت دې د نړیوالو مرسته کوونکو پر ملاتړ حساب نه‌کوي، که افغان ښځې تر فشار لاندې راولي، حقونه یې محدود کړي یا هم هغوی د ټولنې دوهمه طبقه قشر وبولي.

دا چې له طالبانو سره په خبرو کې څومره پرمختګ شوی؟
خلیل‌زاد وویل چې د سولې په خبرو کې د ټولو څلور شاملو موضوعاتو:

د ترورېزم پر ضد د مبارزې د ضمانت.
د نړیوالو ځواکونو د وتلو.
په بین‌الافغاني خبرو کې ګډون.
او د یوه پراخ او دوامدار اوربند په برخو کې بنسټیز پرمختګ شوی دی.
ښاغلي خلیل‌زاد د خبرو وروستی پړاو تر ټولو اغېزمن او ګټور بللی او هیله یې ښودلې چې دغه خبرې د سېپټمبر تر لومړۍ نېټې مؤثره نتیجه ورکړي.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي و چې دی هیله من دی چې تر دغې نېټې مخکې له طالبانو سره د سولې یو تړون وشي.

طالبانو هم له امریکايي چارواکو سره په خبرو کې د پرمختګ خبره کړې ده.

په امریکا کې د افغانستان لومړنۍ ښځینه سفیرې رویا رحماني د سولي هیله وښوده، خو دا یي وویل چې تراوسه د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې نه‌دي پیل شوي.

په امریکا کې د افغانستان لومړنۍ ښځینه سفیره رویا رحماني
په امریکا کې د افغانستان لومړنۍ ښځینه سفیره رویا رحماني
هغې د سولې د پروسې د پرمخ بیولو پر وړاندې د سختو خبرو اترو وړاندوینه وکړه او ویې ویل چې هره موافقه چې کېږي، هغه به دې ته اړتیا ولري چې یو پیاوړي مرکزي حکومت یې عملي کړي.

د سولې روانو خبرو په تېره بیا له ښځو سره خوشبیني او اندیښنې زیاتې کړي دي.

غزال حارث چې د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې استاده دا ده او له کابله یې د سکایپ له لارې خبرې کولې وویل چې طالبان باید د ښځو او اقلیتونو چې د افغانستان اوسني اساسي قانون خوندي کړي، د حقونو د ساتنې ضمانت وکړي.

د قطر د بین‌الافغاني خبرو یوې ګډون‌والې اصیله وردګ وویل، داسې ښکاري چې طالبان اوس د ښځو په اړه د پخوا خلاف یو پرمختللی نظر لري، خو دا وایي چې تراوسه دې ته اندیښمنه ده چې ښايي طالبان خپله سخت دریځه ایدیالوژي بدله نه‌کړي.

وردګ چې وایي، د لومړي ځل لپاره یې په دوحه کې له طالبانو سره ولیدل وایي، دوی له موږ سره روغ بړ وکړ، خو لاس یې رانه‌کړي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.