خلیلزاد: که طالبان سوله ونکړي، جمهوریت غوښتونکو افغانانو سره درېږو

صدای المان

هغه ویلي چې جګړه کې ښکېل افغان مشران باید له رامنځته شوي فرصت نه استفاده وکړي.
شریک کول

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي که طالبان سوله غوره نه کړي، له جمهوریت څخه به ملاتړ وکړي.

زلمي خلیلزاد کابل او تاشکند ته تر سفر وروسته پرون جمعه د مۍ اومه (غوايي ۱۷) په برلین کې د افغان سولې په اړه د امریکا، اروپايي ټولنې، جرمني، فرانسې، ناټو، ایټالیا، ناروې او بریتانا په غونډه کې هم ګډون کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد په دې اړه په خپل ټویټر کې لیکلي: “که طالبان سوله غوره نکړي، د اجماع او جوړجاړي په اساس آینده (ونه ټاکي)، موږ به د هغو افغانانو ترڅنګ ودریږو چې د جمهوریت ساتلو هڅه کوي، د جمهوريت سیاسي یووالی اړین دی.”
ښاغلي خلیلزاد ویلي چې د خبرو له لارې د جګړې د ختمېدو او سولې په اړه یوه نړیواله استثنايي اجماع رامنځته شوې ده چې له د نظامي لارې واک ته د رسېدو مخالفت کوي.

نوموړي زیاته کړې چې په جګړې کې د ښکېلو اړخونو ټول مشران باید له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره مذاکرات وکړي.

زلمی خلیلزاد پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په هلمند، بغلان، لغمان، کندهار او ځېنو نورو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.

د افغان سولې په اړه امریکا او اروپا اعلامیه

بلخوا د افغان سولې په اړه د امریکا او اروپا په ګډې اعلامیې کې د طالبانو لخوا د زور له لارې د واک ته رسېدو سره مخالفت او مذاکراتو له لارې په سیاسي توافق ټینګار شوی دی.

د غونډې ګډونوالو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۵۱۳ قطعه نامې ملاتړ کړی چې د پوځې لارې په دغه هیواد کې د واک ته رسېدو سره مخالفت کوي.

د امریکا او اروپا په غونډه کې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي غندنه شوې او له ښکېلو لورو یې د تاوتریخوالي کمولو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د غونډې ګډونوالو پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې خپل پسرلني عملیات بند کړي.

د افغان سولې په اړه د امریکا او اروپا په غونډه کې همدارنګه د افغان سرتېرو پر ملاتړ هم ټینګار شوی دی.

ي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.