خلیلزاد وايي د سولې د یوه جامع تړون په لټه کې دی، نه د وتلو د موافقې
دآزادی رډیو
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې موږ د سولې د یوه جامع تړون په لټه کې یو نه د وتلو د موافقې.
خلیلزاد بېګاه شپه ناوخته دا خبره خپله ټویټر کړې ده.
هغه ویلي، له طالبانو سره د یو بل پړاو خبرو لپاره چمتو کېږي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد وړاندې په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې د سولې په جامع تړون کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ډاډ منول، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، بینالافغاني خبرې چې سیاسي جوړجاړي ته زمینه برابره کړي او دایمي اوربند شامل دي.
خلیلزاد ویلي دا یو چارچوب دی چې طالبان یې مني.
U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad
✔
@US4AfghanPeace
· 14h
(1/3) As we prepare for the next round of talks with the Taliban, important to remember we seek a comprehensive peace agreement, NOT a withdrawal agreement.
U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad
✔
@US4AfghanPeace
(2/3) A comprehensive peace agreement is made up of four inter-connected parts: counter-terrorism assurances, troop withdrawal, intra-Afghan negotiations that lead to a political settlement; and a comprehensive & permanent ceasefire. This is a framework which the Taliban accept.
258
5:29 AM – Jun 19, 2019
Twitter Ads info and privacy
94 people are talking about this
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي په خپل بیګاني ټويټ کې ټینګار کړی، څو چې په دغو ټولو مسایلو موافقه ونه شي په هېڅ شي موافقه نه کېږي.
د خلیلزاد او طالبانو اووم پړاو خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې کېږي.
اخوا د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند سهیل شاهین هم پرون شپه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي په مذاکراتو کې امریکا منلې چې خپل ټول پوځیان باسي او د ده په خبره له دې چې په راتلونکي کې په افغانستان کې مداخله نهکوي نو دا یو ښه پرمختګ دی.
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو سیاسي ډلې تر دې مخکې شپږ واره د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې کړي دي.
د دوی مخکینۍ خبرې تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د دغه هېواد له خاورې د ترهګرو د نه کارونې د ډاډ په حاصلولو متمرکزې بلل شوي.
نظرات بسته شده است.