خلیلزاد وايي د خبرو اصلي هدف یې د ځواکونو ایستل نه بلکې د سولې راوستل دي

 

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د دوی د خبرو اصلي هدف له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لار نه بلکې په افغانستان کې د سولې حللار ده.

زلمی خلیلزاد د یکشنبې په ورځ له واشنګټن څخه شپږو هیوادونو ته خپل سفر پیل کړ او تېره شپه یې په بلجیم کې د ناټو له چارواکو سره وکتل.

خلیلزاد وايي، د امریکا، ناټو او اروپايي اتحادیې ګډ هدف دا دی چې په افغانستان کې پر سولې موافقه وشي نه له دې هیواده د بهرنیو پوځیانو پر وتلو.
خلیلزاد د خپل دې عکس د خپرولو ترڅنګ لیکلي چې تېره شپه په بروکسل کې د ماښامنۍ لپاره روان و چې له یو شمېر افغان دوکاندارانو سره مخامخ شو او هغوی ورسره خپلې هیلې شریکې کړې

ده په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې او ناټو له چارواکو سره له خبرو وروسته وویل، افغانستان باید د هغو قربانیو ارزښت ولري چې دې هیواد په وروستیو څو لسیزو کې ورکړي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي همداراز ویلي چې د ناټو او اروپايي اتحادیې له چارواکو سره موافقې ته رسېدلی چې د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته باید په فوري ډول لومړیتوب ورکړل شي.

ده په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور څرنګوالی له هغو شرایطو او موافقو سره تړلی وباله چې د افغانانو ترمنځ پرې هوکړه کېږي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم ویلي چې له امریکا او ناټو سره د افغانستان امنیتي همکارۍ تر هغه وخته دوام کوي چې په افغانستان کې سوله راشي.

په همدې حال کې د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ پرون په بروکسل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سولې لپاره د امریکا له هلوځلو سره په یو وخت ناټو د افغان امنیتي ځواکونو روزنیز او مشورتي پروګرام ته دوام ورکوي.

ده دا هم وویل چې امریکا د افغانستان په اړه د ناټو له غړیو هیوادونو سره سلامشورې کوي.

ستولتنبرګ وویل چې د سولې په هرراز خبرو کې د افغانستان د حکومت رول مهم دی او باید د افغانستان منتخب حکومت په خبرو کې ګډون ولري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.