خلیلزاد له ولسمشر غني سره د سولې پر پروسې خبرې وکړې

 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په دوحه کې له طالب استازو سره له خبرو وروسته کابل ته راغی او له ولسمشر غني سره یې وکتل.

زلمي خلیلزاد په داسې حال کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل چې د ولسمشر دوه مرستیالان، د ملي امنیت سلاکار، او یو شمېر نور چارواکي او همداراز په کابل کې د امريکا د سفارت شارژدافېر حاضر ول.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، په دې کتنه کې د سولې پر پروسې، د اورکم او نااعلان شوي اوربند د دوام پر څرنګوالي او د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هیوادونو پر ژمنو خبرې وشوې.

له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني یو وار بیا سولې ته د افغانستان د حکومت ژمنتیا بیان کړه او په ټینګار یې وویل: «زموږ موخه دا ده چې د سولې د پروسه په برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي او موږ په هیواد کې د سولې ټینګښت ته بشپړه ژمنتیا لرو.»

هغه زیاته کړه، «د افغانستان خلکو اساسي غوښتنه سوله ده او د افغانستان حکومت هم هغه ته د عمده لومړیتوب په سترګه ګوري او د پایداره سولې د ترلاسه کولو لپاره به بین المللي ټولنې سره یو ځای هڅه وکړي.»

تر دې مخکې زلمي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره له خبرو وروسته په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره وکتل.

پرون د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د آی ایس آی ريیس هم په همدې لړ کې د خبرو لپاره کابل ته راغلل.

ګومان کېږي چې روانه میاشت به بین الافغاني خبرې پیل شي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.