خلیلزاد له طالب استازو سره له کتنې وروسته وايي، د خبرو پایلو ته خوشبین دی

 

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن /پنجشنبه/ په دوحه کې د طالبانو له استازو سره ولیدل.

دا له کله چې خلیلزاد نوې دنده پیل کړې له طالبانو سره د ده دوهمه کتنه ده. خلیلزاد تر دې مخکې په کابل کې له ولسمشر غني او یو شمېر نورو کسانو سره، چې امریکا یې د نفوذ خاوندان بولي، وکتل.

خلیلزاد له طالبانو سره د سولې او د جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو له خبرو وروسته وویل چې د خپلو خبرو نتیجې ته خوشبین دی.

ټاکل شوې ده چې نوموړی د شنبې په ورځ بېرته کابل ته راشي او د خپلو خبرو پر پایلو له افغان چارواکو سره وږغېږي.

خلیلزاد پرون په ابوظهبي کې د افغانستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات له استازو سره وکتل.

ټاکل شوې وه چې خلیلزاد پاکستان ته هم لاړ شي مګر پاکستاني رسنۍ وايي چې دا ځل د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د پاکستان سفر لغوه کړی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.