خلیلزاد له روسي چارواکو سره د افغانستان پر سولې خبرې وکړې

 
تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد /جمعه/ په مسکو کې د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل په اړه له روسي چارواکو سره خبرې وکړې.

د روسي او غربي رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلي خلیلزاد د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال ایګور موګولوف او د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، دواړو خواوو د افغانستان پر روانو حالاتو او خبرواترو ته د ښکېلو افغان خواوو په هڅولو کې د روسیې او امریکا پر رول خبرې وکړې.

د روسیې د باندنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي«په غونډو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت روان وضعیت او دغه راز د نړیوالو هلوځلو په چوکاټ کې د دوو سره مخالفو افغان خواوو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیلولو لپاره د اسانتیاوو په پیلولو کې د امریکا او روسیې همکارۍ وارزول شوې.»

روسي اژانسونه وايي چې مسکو او واشنګټن دواړه د خبرواترو له لارې په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې کوي.

خلیلزاد تر دې وړاندې په کابل او اسلام اباد کې له افغان او پاکستاني مشرانو سره د افغانستان د سولې د هلوځلو په باب خبرې وکړې.

زلمی خلیلزاد دا ځل ۸ هیوادونو ته سفر کوي او تراوسه پورې پاکستان، افغانستان او روسیې ته تللی دی.

له خلیلزاد سره له خبرو وروسته د پاکستاني چارواکو له بیانونو داسې ښکاري چې په افغانستان کې به جګړه کلونه نور هم دوام وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.