خلیلزاد: طالبان دې د اوربند پر سر خبرې وکړي

دامریکا غږ

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وايي، تر ټولو چټکه لار چې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي پر اوربند باندې موافقه ده.

زلمي خلیلزاد له طالب مشرانو غوښتی چې خپلو استازو ته د اوربند په اړه د خبرو اجازه ورکړي.

خلیلزاد تېره شپه د «وري میاشتې پر ۲۶مه» په دې اړه ټویټونو کې ویلي، چې افغانان د داسې یو هر اړخیز اوربند چې د تلپاتې سولې سبب شي غوښتونکي دي او امریکا د دغه غوښتنې پوره کېدو لپاره د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده.

“تر ټولو چټکه لار چې د تلفاتو مخنیوی وکړي پر اوربند باندې موافقه ده، د طالبانو لوړپوړي چارواکي باید خپلو استازو ته اجازه ورکړي چې د خبرو مېز ته راشي او په اړه یې خبرې وکړي، زه به دې هدف لپاره خپل هڅو ته دوام ورکړم.”
U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad

@US4AfghanPeace
· 13h
Replying to @US4AfghanPeace
2/4 The US entered peace talks b/c more war is not the answer. During talks I’ve proposed ways to reduce violence. By refusing to work w/ us to end the killing, the Talibs are prolonging it. Let Afghan people judge whether Talib statements encouraging more violence is way forward
U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad

@US4AfghanPeace
3/4 The quickest way to prevent casualties is to agree to a ceasefire. Taliban senior leadership should allow their representatives to come to the table and discuss. I will continue to press the case.

302
8:04 AM – Apr 15, 2019
Twitter Ads info and privacy
109 people are talking about this
​زلمي خلیلزاد د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان ته په اشارې ویلي، په داسې حال کې امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالې د کمېدو هڅه کوي، خو طالبان په دې اړه نه همکارۍ سره د وژنو لړۍ اوږده وي.

هغه ویلي چې نور افغانان به دا قضاوت وکړي چې ایا طالبان پخپلو اعلامیو کې د نور زور زیاتي هڅوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د تېرې جمعې په ورځ په افغانستان کې د افغان او بهرنیو سرتېرو پر ضد خپل پسرلني عملیات اعلان کړل.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر دې مخکې هم د وسله والو طالبانو پسرلني عملیات غندلي و.

ښاغلي خلیلزاد همدارنګه،د طالبانو د اعلامیې په ځواب کې ویلي، چې امریکا پر افغانستان جګړه نه ده تپلې، بلکې افغانان له لسیزو راهیسې خپلو کې په جګړو کې ګیر دي چې امریکا د یاد تاوتریخوالي راکمولو لپاره د سولې په خبرو کې شامله شوه.

“موږ جګړه نه ده تپلې افغانستان له لسیزو راهیسي په جګړو کې ګیر دی، وخت پر وخت پخپلو منځو کې په لسګونه زره بېګنا ملکي وګړي وژل شوي، د جګړو د نوي موسم پر ځای افغانان د پرمختللو لپاره د نوو لارو غوښتنه کوي.”
U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad

@US4AfghanPeace
1/4 We did not impose this war. Afghanistan has been at war for decades, at times with each other. Tens of thousands of innocent civilians have died. Rather than another season of fighting, Afghans are demanding a new way forward.

594
8:04 AM – Apr 15, 2019
Twitter Ads info and privacy
393 people are talking about this
​خلیلزاد پر داسې مهال دغه ټویټونه کړي چې ټاکل شوې روانه میاشت په قطر کې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په تړاو شپږمه غونډه تر سره شي.

پر همدې مهال تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې ټاکل شوې نن دوشنبه امریکايي پلاوی په قطر کې له طالبانو سره وویني.

خو طالبانو ته یوې نژدې سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې د نن لپاره په دوحه کې دخلیلزاد او طالب استازو ترمنځ ناسته په نظر کې نه ده نیول شوې.

دغې منبع زیاته کړه چې ټاکل شوې دواړه لوري د روانې میاشتې په وروستیو کې د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ تر غونډې وروسته سره وګوري.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.