“خلیلزاد د ناټو مشرانو ته وویل، “که له افغانستانه وتلو، په ګډه به وځو Jun

 

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ناټو مشرانو ته د چهارشنبې په ورځ وویل، امریکايي پوځیان به په داسې ډول له افغانستانه ونه وځي چې د ناټو د غړیو هیوادونو پوځیان په دې هیواد کې پرېږدي.

ښاغلي خلیلزاد دا خبره د ناټو سرمنشي ستولتنبرګ او د ناټو نورو جګپوړو مشرانو ته د افغانستان د سولې په اړه د خپلو هلوځلو د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې وکړه.

ده وویل«موږ په ګډه افغانستان ته لاړو، موږ به د خپلو ځواکونو په اړه په ګډه پرېکړه کوو، او که موږ ځواکونه ایستل، په ګډه به یې باسو.»

خلیلزاد دا خبره د چهارشنبې په ورځ د ناټو له مشرانو سره له خبرو وروسته په یوه ټویټ کې لیکلې ده.

دا پنځم ځل دی چې خلیلزاد له طالبانو سره د خپلو خبرو په باب د ناټو مشرانو ته معلومات ورکوي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ له خلیلزاد سره په کتنه کې وویل«افغانستان لا هم د ناټو د عملیاتو تر ټولو لوړ لومړیتوب دی، او له خپلو عملیاتي شریکانو سره یوځای موږ د خپل دې هدف په یقیني کولو کې ژمن یوو چې افغانستان به هیڅکله د تروریزم د صادرېدو د ټوپ په تختې نه بدلېږي.»

له طالبانو سره د خلیلزاد د پټو خبرو په اړه هماغه راز چې د افغانستان حکومت بدګومانه دی د ناټو غړي هم شکمن دي.

د امریکا لوی درستیز جنرال جوزیف دانفورډ د مې په ۲۹ په واشنګټن کې وویل«هیچا نه دي ویلي چې امریکا له افغانستان څخه تر هغو وځي چې زموږ تروریستي ضد ګټې خوندي شوي نه وي…. دا مسله د بحث وړ نه ده.»

375 total views, 171 views today

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.