خلیلزاد د افغانستان د سولې پر پروسه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي

 

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سبا (پنجشنبه) پاکستان ته ځي چې د دغه هیواد له چارواکو سره د افغانستان د اوولس کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

الجزیره تلویزیون وايي، ټاکل شوې ده چې خلیلزاد سبا (پنجشنبه) اسلام اباد ته ورسېږي، خو د پاکستان جیونیوز ویلي، ټاکل شوې وه چې خلیلزاد نن پاکستان ته سفر وکړي خو سفر یې وځنډېده.

پرون پاکستاني رسنیو ویلي و چې خلیلزاد په پنځه ورځني سفر پاکستان ته ځي او په لړ کې یې د دغه هیواد له ملکي او پوځي چارواکو سره ویني.

ده نن په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره ولیدل.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دواړو خواوو د سولې د بهیر پر پرمختګونو خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا د خبرپاڼې پر اساس، ښاغلي محب په دې کتنه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ په مخامخ خبرو کې د اسانتیاوو د برابرولو په خاطر د امریکا د رغنده رول او په دې برخه کې د زلمي خلیلزاد د هڅو ستاینه وکړه.

د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي سیمې ته د خپل سفر په دې پړاو کې متحده عربي امارات، ډیلي، پیکینګ او کابل ته تللی دی.

ده پرون په کابل کې له افغان چارواکو سره په کتنه کې هند، چین او متحده عربي اماراتو ته د خپلو سفرونو په باب معلومات ورکړل.

خلیلزاد وايي، د سیمې هیوادونو ته د سفرونو هدف یې دا دی چې د افغانستان د سولې د بهیر د پیلولو لپاره سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي.

پاکستان ته زلمی خلیلزداد په داسې حال کې سفر کوي چې افغان طالبانو د سې شنبې په ورځ پټکه وکړه چې له امریکا سره مخامخ خبرې به بس کړي. دې ډلې ادعا کړې چې امریکا په بېلابېلو پلمو د دوی له مشروع غوښتنو ځان تېروي.

راپورونه وايي چې تېره اوونۍ په قطر کې د دواړو خواوو خبرې د خبرواترو د اجنډا پر سر د اختلاف له کبله وځنډېدلې.

په همدې حال کې اسلام اباد ته د ښاغلي خلیلزاد تر سفر وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکې لیزا کرټیس په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې پیل کړي دي.

ټاکل شوې ده چې مېرمن کرټیس له پاکستاني چارواکو سره د ښاغلي خلیلزاد په کتنو کې ملګرې شي.

امریکا پاکستان ته د افغانستان د مسلې په حل کې د کلیدي لوري په سترګه ګوري.

د تېر کال په دسمبر کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د پاکستان صدراعظم عمران خان ته په یوه لیک کې وویل، باور لري چې پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو پناهځایونه له منځه وړلی او په افغانستان کې سولې ته لار هوارولی شي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو سپارښتنه د تېر کال په جولای میاشت کې وشوه او په پیل کې د امرکیا د بهرنیو چارو د جنوبي اسیا مرستیالې الیس ویلز په قطر کې له طالبانو سره وکتل.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.