خلیلزاد افغان سولې لپاره دا وار رښتیا هم ډېرې مشورې وکړې

 

تاند: د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد سیمې ته د خپل اووم سفر په ترڅ کې دا وار یوه اوونۍ افغانستان کې پاتې شوی.

نوموړي په خپل یو ټویټ کې لیکلي وو چې تر بل هر وخت سوله کې د افغانانو ښکیلتیا یو ضرورت دی او دې لپاره به کابل کې له ښو ډیرو مشورو وروسته ستنیږي.

خلیلزاد په خپل وروستي سفر کې چې د جوزا په لسمه افغانستان ته راغی له ولسمشر غني او نورو حکومتي مشرانو سره تر خبرو وروسته حامد کرزي، عطا نور، محمد محقق، کریم خلیلي، عبدالله عبدالله د ښځو له استازو او ان غازي نواز تڼي سره هم د سولې په رابطه مشورې وکړې.

خلیلزاد په دې سربیره کابل کې د روسیې، هند او چین له استازو سره هم تازه مشورې کړې دي.

دغه راز خلیلزاد خپل ټویټ کې د ناروې له سفیر او د نړیوال بانک له استازو سره هم په دې بحث کړی چې مرستندویه هیوادونه افغان سوله کې څه همکاري کولی شي.

خو ایا دا ې خلیلزاد به اووم پړاو خبرو کې طالبانو سره د مسئلې پر بین الافغانې حل هوکړې ته ورسېږي که نه؟
د چارو د کارپوهانو لپاره هغه سوال دی چې په وینا یې نوموړی دومره ژر له طالبانو سره د خپلو مسایلو له حل پرته نه شي ورته راوزګاریدای.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.