خليل‌زاد: د سولې په پروسه کې به هم حکومت هم طالبان ګټونکي وي

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې له روانو هڅو د متحده ایالاتو هدف هم د حکومت او هم د طالبانو ګټه ده.

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي پرون یکشنبه له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د دې مطلب په څرګندولو سره وویل چې د افغانستان د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې باید خوندي شي او له پرمختګونو د یوه اساس په توګه کار واخیستل شي.
خلیل‌زاد: د سولې اووم پړاو مذاکرو کې پر څلورو ټکو پرمختګونه شوي
​ښاغلي خلیل‌زاد د هغو اندېښنو په اړه چې له طالبانو سره یوې احتمالي موافقې ته په رسېدو به د افغانستان سیاسي برخلیک څنګه کېږي؟ وویل چې متحده ایالات د دواړو لورو د بریا غوښتونکی دی.

دی وايي: “موږ غواړو چې لاسته راغلې کامیابۍ او له اقتصادي او ارزښتي پلوه شوي پرمختګونه د یوه بنسټ په توګه وکارول شي. موږ پوهېږو په هغو ځایونو کې چې طالبان دي ښه اقتصادي او ټولنیز شرایط نه‌لري او بیارغونې ته اړتیا لري. دا د حل یوه لار ده چې نه طالب او نه حکومت ناکامه شي. دواړه خواوې باید بریالۍ شي.”

ښاغلي خلیل‌زاد طالبان د افغانستان یو واقعیت یاد کړ او ثبات ته د رسېدو په برخه کې یې له افغان حکومت سره په خبرو ټینګار وکړ.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړي او دا حکومت‌یې لاس‌پوڅی بللی.

ښاغلی خلیل‌زاد بیا ټینګار کوي چې افغان حکومت د امریکا متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت پېژندل کېږي او طالبان له خبرو پرته بله لار نه‌لري.

ښاغلي خلیل‌زاد زیاته کړه: “طالبان حکومت په رسمیت نه‌پېژني، خو موږ حکومت په رسمیت پېژنو. د یوه قانوني حکومت په توګه نه‌یوازې موږ، بلکې ټوله نړۍ یې پېژني. دا ممکنه ده چې مختلف لوري د افغان حکومت او طالبانو په شمول د خبرو مېز ته سره ګډ کېني او د افغانستان پر سیاسي راتلونکي وغږېږي، ځکه طالبان هم د دغه هېواد یو حقیقت دی. ځمکې ورسره دي. ۱۸-۱۹ کاله‌یې په جنګ کې تېر کړي، نو څنګه به دا جنګ ختم شي؟”
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي خلیل‌زاد له طالبانو سره د خبرو د اووم پړاو پر مهال د بحث وړ څلورو واړو موضوعګانو له پرمختګه هم وغږېد.

له افغان خاورې د ترورېستانو د نه‌استفادې ډاډ، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د بین‌الافغاني خبرو پیل او یو دایمي اوربند هغه مسایل دي چې د امریکا او طالبانو له‌خوا پرې بحث شوی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد داسې وخت دا خبرې کړي چې د افغان حکومت، سیاستوالو، مدني ټولنې او ښځو یو پلاوي له پرونه په دوحه کې له طالبانو سره یو لړ بین‌الافغاني خبرې پيل کړي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې چې د امریکا او طالبانو خبرې هم شوي دا بین‌الافغاني خبرې نن دوشنبه هم دوام کوي او له افغانستانه ورغلي ګډونوال وايي چې هڅه کوي د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل زمینه برابره کړي.

طالبانو ویلي چې کله له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئله هواره شي دوی به د سولې خبرې کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.