حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

 

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر دوبۍ هوټل کې پر واده د ځانمرګي برید د ۶۳ قربانیانو او ۱۸۳ ټپيانو په ماتم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډول شو.

سرچینه وايي، ولسمشر د اسد د ۲۸مې لپاره جلال اباد ته تلونکی او د غازي امان الله خان پر مزار یې د ګلو ګېډۍ ایښودله، خو د دارالامان ماڼۍ پرانیسته هم سباته په شاندارو مراسمو کېدله، خو د بیګانۍ پېښې له کبله چې ترهګریز برید کې ۶۳ ملکیان ووژل شول او ۱۸۳ نور ټپيان شول، ولسمشر ټولو اړوندو دولتي ادارو ته امر کړی چې خپله توجه د پېښې د قربانیانو کورنیو او د ټپيانو پالنې ته واړوي.

سرچینې زیاته کړې ده چې د جشن مراسم به یوازې په دولتي کچه وځنډول شي، په داسې حال کې چې د سبانۍ دوشنبې ورځې رخصتي به پر خپل ځای وي او ولس هم کولی شي د دغې ورځې نمانځنه وکړي.

د کابل شپږمه ناحیه کې د واده پر مراسمو د یکشنبې د شپې د ځانمرګي برید په تړاو چې لوی شمېر ملکیانو ته یې تلفات واړول، ظاهرا پړه داعش ډلې واخیسته او ویې ویلی چې دا برید عاصم الباکستاني کړی خو ولسمشر غني ویلي، طالبان د دې برید د پړې په نه اخیستلو له مسوولیته نه شي خلاصېدای، بلکې طالبان دي چې افغانستان کې یې ترهګرۍ ته زمینه برابره کړې ده.

دې برید کې د یوې کورنۍ ۱۴ کسان ووژل شول، زوم یې ژوندی پاتې شوی چې وايي، ټوله کورنۍ يې په کې له منځه تللې ده.

شنونکي وايي، استخباراتي کړیو دا برید د خپلواکۍ د جشن د کمرنګه کولو او غني سره د ولسي مخالفت د زیاتولو لپاره شوی دی.

استخباراتي کارپوهان په دې برید کې د هغو سیاسي کړیو لاس هم نه ردوي چې غواړي د هزاره ګانو د رایو په بانکونو له نورو سره معامله وکړي او غني راتلونکو ټاکنو کې د هزاره ګانو له سخت نفرت سره مخ کړي.

شنونکي وايي، دا هغه کړۍ دي چې له طالبانو سره یې د فاطمیون لښکر په بدل کې ډالري معاملې کړې دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.