حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال سره د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړي

 

تاند (جمعه د قوس ۷) د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د اسلامي همکاريو سازمان په ۴۷ مه ناسته کې د ګډون په موخه نايجيريا هېواد ته رسېدلى دى.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، ښاغلی اتمر به د اسلامي همکاريو سازمان په دغه دوه ورځني کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ د يو شمېر هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره ځانګړې ليدنې هم ولري.

دغه دوه ورځنی کنفرانس نن د نایجیریا په نيامي ښار کې پيل شوی او سبا پورې به دوام وکړي.

د دغه کنفرانس په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال شاه محمد قریشي سره لیده کاته کړي دي.

دواړو خواوو د سولې پروسې او د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا خبرې کړي دي.

په دغه لیدنه کې قریشي ویلي چې هېواد یې د افغان سولې پروسې برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو رول ته چمتو دی او دوام ورکوي.

نوموړي په افغانستان کې په وروستیو ترهګریز پېښو خواشیني ښودلې، روانه ترهګري یې غندلې او د یوه بیړني اوربند په کولو او تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو یې ټینګار کړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان ۵۷ غړي هېوادونه لري، چې افغانستان او پاکستان هم پکې شامل دي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.