حمد الله محب: پر دښمن بايد عايداتي سرچينې وچې شي

 

تاند (پنجشنبه د ثور ۹) د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې باید د دولت ضد مخالفین وځپل شي او عايداتي سرچينې ورباندې وچې شي.

حمدالله محب دغه خبره نن پنجشنبه/د ثور ۹/ غزني ولایت کې له امنیتي مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال وکړه.

نوموړی نن د غزني ولایت د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر کړی او هلته یې د امنيتي سکتور له لوړپوړو مقاماتو او د غزني ولايت له ملکي او نظامي مسؤلانو سره خبرې اترې کړي.

د ملي امنیت شورا په بیان کې د دغه ولایت د امنیتي مسؤلینو له قوله راغلي، «امنيتي او دفاعي سرتېري په دغه ولايت کې د تروريستانو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو پر وړاندې په عملياتو بوخت دي او د غزني ـ کابل د لويې لارې د امنيت د تامين هڅې کوي.»

د ملي امنیت شورا سلاکار په خبره چې وسله‌ وال مخالف بانډونه په خلکو کې هويت او ملاتړ نه لري او اړتيا ده چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې وځپل شي او عايداتي سرچينې ورباندې وچې شي.

حمد الله محب په داسې مهال غزني ته سفر کړی چې د څه وخت راهیسې د غزني ښار او شپږ ولسوالۍ د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ د درنو جګړو شاهدې وې.

خو وړمه ورځ د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده د دغه ولایت د سقوط مخنیوي لپاره د یو لړ پراخو عملیاتو د پيلولو خبر ورکړ.

ښاغلي جمعه زاده وویل چې د افغان ځواکونو له خوا دغه عملیات د غزني له مرکز څخه پیل شوي چې په وینا یې هدف یې له طالبانو څخه د غزني ښار او ورڅېرمه سیمو پاکول دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.