حماد: د ریاض غونډه به د افغانستان د جګړې د ناروا بللو رسمي اعلان وکړي
دآزادیراډیو
د افغانستان د دیني عالمانو شورا وايي چې په نږدې راتلونکې کې به افغان او پاکستاني دیني علماء په اسلاماباد او کابل کې د اسلام له نظره د افغانستان د سولې او جګړې پر مسئلې بحث وکړي.
د افغانستان د دیني عالمانو شورا وايي، په نړۍ کې داسې تصویر شته چې د افغانستان د جګړې تر شا د افغان او پاکستاني دیني عالمانو لاس دی او دیني او شرعي صبغه لري.
د دغې شورا غړی نور پاچا حماد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۳۱» ازادي راډيو ته وویل، د دغه غلط تصویر د لیرې کېدو لپاره افغان او پاکستاني دیني عالمان سلا شوي چې د اسلام له نظره د افغان سولې او جګړې په موضوع ګډ او هر اړخیز بحثونه وکړي.
ښاغلي حماد زیاته کړه:
“د افغانستان دیني عالمان یو سفر پاکستان ته لري، بله دا ډول غونډه په کابل کې ترسره کېږي، له هغې وروسته به د نړۍ د عالمانو ستره غونډه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې ترسره شي، د ریاض په غونډه کې به د افغانستان د جګړې د ناروا ګرځولو په اړه رسمي اعلان وشي.”
که څه هم ښاغلي حماد د کابل او اسلاماباد د غونډو د جوړېدو په اړه کره معلومات ورنهکړل، خو زیاتهیې کړه چې د ریاض وروستۍ غونډه به له روژې وروسته ترسره شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري تېره ورځ ازادي راډيو ته ویلي و چې په دې غونډو کې به د افغانستان او پاکستان د ۲۰۰ او ۴۰۰ ترمنځ دیني عالمانو ګډون وکړي.
دا پهداسې حال کې ده چې شااوخوا ۱۰ ورځې وړاندې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو د اندونیزیا غونډه کې ګډون وکړ.
په یاده غونډه کې د افغانستان او پاکستان ۱۶-۱۶ او د اندونیزیا ۲۰ تنه دیني عالمانو ګډون کړی وو.
د غونډې ګډونوالو د افغان حکومت د سولې له هڅو ملاتړ وکړ او د افغان حکومت له وسلهوالو مخالفینو یې غوښتي وو چې سولې ته غاړه کېږدي.
بلخوا په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شويو وېډیوګانو کې د پاکستان د حقانیه مدرسې مشر مولانا سمیعالحق ورور چې د اندونیزیا په غونډه کې ګډون کړی و ویلي چې په یاده غونډه کې د افغان طالبانو هڅې ستایل شوي، خو د دغې غونډې بل کوم ګډونوال د نوموړي دغه څرګندونې نهدي تأیید کړي.
په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان له ډلې یې ودیر ساپی وايي چې دا ډول غونډې چې په هغه کې د دیني عالمانو له نظره د افغانستان جګړه ناروا وبلل شي، د افغانستان د سولې او ثبات او د عامه ذهنیتونو له روښانتیا سره مرسته کوي.
دی وايي:
“د افغانستان، پاکستان او د نورو اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو داسې غونډې چې په هغه کې د افغانستان د روانې جګړې په اړه فتوا صادره شي، واضح دی چې دا ډول فتواوې به د افغانستان د خلکو او نړیوالو د عامه ذهنیتونو په روښانه کولو کې ځانګړی اهمیت ولري.”
د افغانستان د دیني عالمانو شورا وايي، د افغانستان په اوسني وضعیت کې د ټولنې ټول قشرونه، جوماتونه، جنازې او حتی سپورټي لوبغالي هم خوندي نهدي.
د دغې شورا غړی نور پاچا حماد وايي، د سیمې استخبارات د خپلو ګټو لپاره د افغانستان جګړې ته دیني بڼه ورکوي او خپل اهداف پهکې تعقیبوي.
له دې وړاندې هم د افغانستان دیني عالمانو په وار وار د افغانستان جګړه ناروا او د پردیو د ګټو لپاره بللې وه.
نظرات بسته شده است.