جنرال میلر وايي چې د کندهار په حمله کې هدف نه و

 

تاند- په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر وايي، د کندهار د پرونۍ حملې هدف نه و.

جنرال میلر وايي، د حملې په وخت حاضر و خو داسې ورته ښکاري چې د حمله کوونکي هدف نه و.

پرون د افغانستان لوی درستیز هم ویلي و چې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر د حملې هدف نه و.

د وروستیو معلوماتو له مخې په برید کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت ريیس عبدالمومین حسین خېل شهیدان شوي خو والي لا هم ژوندی دی.

که جنرال میلر یا کوم بل مهم امریکايي پوځي په دې برید کې وژل شوی وای، ممکن امریکا پر پاکستان فشار زیات کړی وای او حتي ممکن په پاکستان کې یې د طالبانو مشران په نخښه کړي وای.

ښايي همدا علت وي چې د پرونۍ حملې هدف جنرال میلر نه و.

د امریکا دفاع وزیر جوزیف متیس او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر د جنرال عبدالرازرق پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې خپل یو نژدې دوست او یو هیوادپاله افغان یې له لاسه ورکړ.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.