جمهوري غوښتونکي: ټرمپ دې ژر تر ژره طالبانو سره هوکړه لغوه کړي

 

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰مه: د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر ډک چیني لور لیز چیني واشنګټن پوسټ ته په یوه لیکلې مقاله کې له ټرم څخه غوښتي چې طالبانو سره دې د سولې هوکړه لغوه کړي ګني د القاعدې او داعش پر ضد به جګړه وبایلي.

لیز چیني زیاته کړې ده، امریکا باید هغه سیاسي هوکړه لاسلیک نه کړي چې طالبانو ته په کې زیات امتیازات ورکول شي او ترهګر یو وار بیا پر امریکا د بریدونو لپاره یوه ځاله پيدا کړي.

لیز چیني چې پلار یې ډک چیني د جورج ډبلیو بوش مرستیال و، له ترمپ څخه غوښتي چې له طالبانو سره دې د ضمانتونو په راکړه ورکړه کې خپل حساب برابر کړي: (( طالبان هغه خلک دي چې پر امریکا د بریدونو طراح اسامه بند لادن ته یې پناه ورکړې وه، طالبانو هر وخت القاعده باندې ځان غلی کړی دی، خو حقیقت دا دی چې القاعده به د طالبانو استبدادي امارت ته یو وار بیا خپلې مرستې راسر کړي او دا هېواد به بیا پر خپله ځاله بدل کړي.))

لیز چیني له ټرمپ څخه غوښتنه کړې ده چې طالبانو سره دې د تروریزم ضد کړې هوکړې ټول جزیات خپاره کړي، ګني دا به ډېره خطرناکه وي چې امریکا خپل امنیت د هغه چا په لاس کې ورکړې چې القاعده ته یې په خپله غیږه کې پناه ورکړې وه: (( د امریکا خلک باید پوه شي چې ولې او د څه لپاره له طالبانو سره هوکړه وشوه؟))

نه یوازې لیز چیني بلکې د امریکا نورو جمهوري خواهانو سیاستوالو ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې ژر دې له طالبانو سره کېدونکې هغه هوکړه لغوه کړي چې د ترهګرو ډلو د بیا ودې سبب ګرځيدای شي.

د امریکا د ملي هوايي ګارد پخواني قومندان ایډم کینزینګر نن چهار شنبه د چیني د نظر ملاتړ کړی دی.

دغه راز بل جمهوري غوښتونکي سیاستوال ایلینوی هم ویلي، د افغانستان داسې پرېښودل به د عراق په څېر بدې پایلې ولري.

نوموړي ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې ویلي، لطفن د بارک اوباما ناکامو تجربو تکرارمه کوئ بلکې اوږد فکر وکړئ.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.