جرمن واچ، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله په خطرناکو هېوادونو کې شمېرلی ۳ ساعته مخکې

دآزادی راډیو

د جرمن واچ په نامه څېړنیز مرکز ، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله په خطرناکو هېوادونو کې شمېرلی دی.

افغانستان په دې ورستیو کې پر امنیت سربېره له اقلیمي نظره هم له ګواښ سره مخ هېواد ګڼل شوی دی.

د جرمن واچ په نامه یو څېړنیز مرکز وايي، افغانستان د بېوزلۍ له وجې د هغو هېوادونو په لېست کې دی چې د اقلیمي بدلون له امله له لوړو ګواښونو او خطرونو سره مخ دی.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ادارې رئيس محمد نعمان حکمت د یکشنبې په ورځ له اقلیم سره د سازګارۍ ترنامه لاندې په یوه ورکشاپ کې وویل، د اقلیم بدلون ټول هېواد متاثر کړی دی.
دی وایي:

“موږ په وروستیو څو کلونو کې د وچکالۍ، سیلاوونو، د اورښتونو د کموالي او د حرارت د درجې د لوړوالي شاهدان یوو، دغه پدیده به زموږ نسلونه متاثر کړي، زموږ هېواد د اقلیم له بدلون سره د سازګارۍ د ټیټ ظرفیت، د ایکو د ماتېدونکي سیستم، محدودو سرچینو، کرنیزې تنوع او د نفوسو د زیاتوالی له امله زیان منونکی هېواد دی.”

ده وویل، د حکومت او نړیوالې ټولنې ملاتړ کولای شي چې له اقلیمي زیانونو د مخنیوي هڅې پیاوړې کړي.

په نړۍ کې د اقلیم د وضعیت بدلون پر افغانستان هم منفي اغېزې کړي او د دې ترڅنګ چې ځیني ولایتونه یې له وچکالۍ سره مخ کړي، د ځمکې د لاندې د اوبو په سطحې یې هم اغېز کړی او تیته شوې ده.

د اقلیم پر بدلون سربېره پر دې چې کولای شي اوبه کمې کړي، د یوه هېواد د طبیعي حوادثو د رامنځته کېدو او د کرنیزو او خوراکي موادو د کمېدو لامل هم ګرځي او دغه مسئله د افغانستان لپاره چې نفوس یې مخ په زیاتېدو دی، جدي اقداماتو ته اړتیا لري.
د چارو یوه پوه میرویس خوګیاڼي د اقلیم بدلون د اندېښنې وړګني او هیله ښيي چې رسېدنه ورته وشي.

نوموړي زیاته کړه:

“په خواشینۍ سره چې په هېواد کې دغه مورد ته جدي پاملرنه نه کېږي، د اوبو بېځایه مصرف، د ګازو او تېلو غیرمعیاري کارول او پر فابریکو د کرنیزو ځمکو بدلول، د اقلیم په بدلون کې ډېر رول لري او زیاته پاملرنه باید ورته وشي.”

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ادارې مسؤلین د کنګلونو اوبه کېدل، د افغانستان لپاره خطرناک ګني.

دوی د اقلیم بدلون په هېواد کې له روان جنګه خطرناک بولي او وايي چې که رسېدنه ورته ونه شي، راتلونکی نسل به له ګواښونو سره مخ شي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.