جرمني د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې غونډه جوړوي

 

تاند- جرمني وايي، هڅه کوي په خپله خاوره کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو د سولې غونډه جوړه کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نن /جمعه/ شپېګل مجلې ته ویلي چې د دې هدف لپاره یې یوه طرحه چمتو کړې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویندوی رینیرو برول شپېګل مجلې ته ویلي، جرمني د افغانستان د دوهم ستر متحد په توګه د دې هیواد په وړاندې ځانګړی مسوولیت لري او د دواړو ښکېلو خواوو په غوښتنه به غونډه جوړه کړي.

ده همداراز وویل، افغانستان بین الافغاني سولې ته اړتیا لري او جرمني هم د داسې یوې پروسې ملاتړ کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی په وینا د افغانستان جګړه یوازې هغه وخت پای ته رسېدای شي چې طالبان او د افغانستان حکومت د سولې په هلوځلو کې برخه واخلي.

رینیرو برول وویل«موږ غواړو چې په افغانستان کې له ښکېلو خواوو سره مرسته وکړو چې موافقې ته ورسېږي او په دې برخه کې مو له روسیې او امریکا سره هم خبرې کړي دي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ونه ویل چې ایا دواړو خواوو تراوسه پورې په جرمني کې د مخامخ خبرو له کولو سره موافقه کړې او که نه ده.

طالبان تراوسه پورې د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو ډډه کوي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.