ثبات او همپالنې په ځینو ولایتونو کې د ټاکنو ولایتي دفترونه په زور تړلي دي
تاند، دوشنبه، د عقرب ۲۰مه: د ټاکنو کمېسیون وايي، د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم غړو په یو شمېر ولایتونو کې د رایو شمېرلو د پروسې مخنیوی کړیو د دوی ولایتي دفترونه یې تړلي او کارمندان یې هم کار ته نه دي پرې ایښي.
د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح سادات تاند ته وايي، د عبدالله پلویانو په تخار، پنجشېر او پروان کې د دوی کارمندانو ته د رایو د بیا تفتیش اجازه نه ده ورکړې.
نوموړی وايي، کمېسیون د ثبات او همپالنې مرکزي چارواکو سره تماس نیولی او د هغوی پوښتنو ته یې د قناعت وړ ځوابونه ورکړي دي: (( له دوی څخه مو وغوښتل چې له موږ سره همکاري وکړي تر څو په معین وخت د عقرب په ۲۳مه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړای شو.))
تاند ته په رسېدلیو انځورونو کې ځینې داسې کسان هم تر سترګو کېږي چې په شخصي کالیو کې وسلې ورسره دي او د ولایتي دفترونو په خوا کې ولاړ دي.
دا په داسې حال کې ده چې دولت ساز ټاکنیز ټیم یو ویاند صمیم عارف نن پر خپله فیسبوک پاڼه خبر ورکړ چې د عبدالله پلویانو په سمنګان، تخار، پروان او پنجشېر ولایتونو کې د ټاکنو ولایتي دفترونه په زور تړلي او کارمندان یې تهدید کړي دي.
نوموړي خبرداری ورکړی که دولت ساز بریالی شي، د زورګویي دا فرهنګ به له بېخه وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې دثبات او همپالنې ټیم د رایو له بیا شمېرنې سره حساسیت ښيي او وايي، تر څو چې بې بایومتریکه رایې جلاشوې نه وي، تر هغو د رایو بیا شمېرنه غیر قانوني ده او دوی یې تحریموي.
نظرات بسته شده است.