توره که تدبیر| دولت وزیري

 

ځینې کسان اوس هم ټینګار کوي، چې بریا د تورې په زور خوند کوي او په کار ده د دښمن خوله په سوک ماته شي، خو ځینې نور بیا وايي د پخوانیو وختونو غوښتنې له اوسنیو هغو سره اړخ نه لګوي او څرنګه چې زمانه بدله ده، هغسې د بریا ترلاسه کولو لپاره شرایط او اړتیاوې هم بدلې شوې دي.

ژوند ټوله مبارزه ده او د مبارزې لپاره په اصل کې دوې غوره لارې موجودې دي. یوه لاره يې توره ده او بله لاره يې تدبیر دی. انسانان کولای شي چې له دې دواړو لارو کار واخلي او یا له دې څخه يې یوه وټاکي، خو په یوه تفاوت، توره بې له تدبيره داسې ده لکه په اوبو کې کښتۍ بې له قطب نما او بیا تدبیر بې له تورې د هغو خلکو کار وي چې د عقل او ښه فکر له پلوه پر ځان باور لري او د ژوند په ټول ډګر کې تدبیر له تورې غوره ګڼي. ځکه هغه کار چې توره نه شي تر سره کولای هغه تدبیر تر سره کوي.

خوشال بابا به ویل:

څو په تورو، په توبریو په نیزو شي

صد چندان شي په تدبیر په هنرونو

که څه هم خپله خوشال د تورې او مېړانې سړی و، خو په دې پوهېده چې یوازې د تورې په زور ګټلې بریا هم په درد نه خوري، چې له عقلاني لارې د دې بریا د ساتلو په باب سوچ ونه شي.

که وګورو توره وژل کوي، وینې تویوي، میندې بوروي، کوچنیان یتیموي او ټولنه له بدمرغیو سره مخ کوي، که څه هم په ظاهري توګه به يې بریا تر لاسه کړی وي؛ خو تدبیر بیا بې له وژلو، بې له وینې تویولو د خلکو په ټپونو د مرهم پټۍ ږدي، ټولنه له بدمرغۍ څخه ژغوري او د نېکمرغي پر خوا يې سوقوي. هغه زبرځواکونه چې له تدبیر څخه کار اخلي په خپله د ځان په ګټو په جګړو کې په مستقیم ډول ونډه نه اخلي، بلکې شرایط داسې برابروي او تګلارې داسې جوړوي، چې نور کسان د دوی په ګټه په جګړه او توره کې برخه واخلي، خو بریا د دوی وي.

څرنګه چې خدای «ج» انسانان د شکل، عقل، فکر او ځواک له پلوه مختلف پیدا کړي دي، په ټولنه کې د ژوند کولو او د ټولنې په منځ کې يې د تعامل له مخې هم مختلف پیدا کړي دي.

ځینې کسان د ټولنې د اصلاح لپاره یوازې د زور، تورې او جبر لاره غوره ګڼي، دوی په اعتدال چې د ژوند اساسي اصل دی هم باور نه لري. دا ډول کسان ټولنه طبیعي بدلون ته نه پرېږدي او هر څه په خپل فکر او په خپل عقل تر سره کوي. د دوی دا ډول چلند د دې پر ځای چې د ټولنې د اصلاح سبب شي بر عکس ټولنه بدمرغه کوي او د پوقاڼۍ په څېر يې له انفجار سره مخ کوي.

که چېرې یو زېړ رنګه طوطي شنه بڼ او شنو طوطیانو منځ ته یوسي، تر یوې مودې وروسته که غواړي او که نه غواړي شین رنګ به خپلوي، خو دا له امکان څخه لیرې ده چې په یوه ورځ کې دې شین طوطي شي. په مزار شریف کې د حضرت علي «رض» روضه کې توره کوتره ژوند نه شي کولای خو دا هم امکان نه لري چې په یوه ورځ دې سپینه شي.

وايي، هغه ګنډه چې په لاس خلاصېږي، په غاښ خلاصولو ته څه حاجت دی او هغه کار چې په تدبیر، هنر او اعتدال تر سره کېږي، زور، جبر او تورې ته بیا څه اړتیا ده.

خوشحال بابا:

وايي لار د ختو نه شته و آسمان ته

زه به لار در ته پیدا کړم په هنر

ښکلې خبره ده چې وايي:« په زور کلي نه کېږي» دا ډېره ژوره له فلسفې ډکه خبره ده. کله چې پوقاڼه پو کوئ هغه پړسېږي او کله چې خوله ترې لیرې کړئ بیا پوقاڼه خپل اصلي حالت ته راځي. د زور منل هم همداسې دي.

د یوه باور او عقیدې منل په خوله اقرار او په زړه تصدیق ته اړتیا لري. که هر څومره یو څوک په خوله اقرار وکړي، خو چې په زړه يې تصدیق نه وي کړی او رښتینی نه وي، د مسلمانۍ مخ هم نه شي لیدلای. نو ښه دا ده چې هر څه د تدبیر له مخې تر سره شي.

مخکې مې وویل، چې انسانان متفاوت خلق شوي دي. نو ښکاره خبره چې زموږ افغاني ټولنه هم له نورو ټولنو سره په ستر تفاوت کې ژوند کوي. د ځینو ټولنو خلک په اسانه زور ته تسلیمېږي او یا په اسانه یو بل باور او عقيده خپلولی شي، خو زموږ افغاني ټولنه او د ټولنې افراد زور ته په ډېر مشکل د تسلیمۍ سر ټیټوي، خو کله چې توره يې له غاړې پورته شوه بیا همغه یاغي افغان وي چې مخکې و.

وايي:«نرمه غاړه توره هم نه پرې کوي» که په افغاني ټولنه کې د تدبیر، نرمۍ او بخښنې کار واخیستل شي، پایله به يې سره زر وي.

ټول خوندونه په بخښلو کې دي په غچ اخیستلو کې نه دي. وايي: «نور وبخښه چې خدای تعالی تا وبخښي »

خوشحال بابا وايي:

شهیدان نه دي هغه خونفروشان دي

چې خوني ته خونبها نه کړي معاف

بل ځای وايي:

چې د خلکو نېک خواني لرې په زړه کې

مبارک شه پادشاهي لرې په زړه کې

رحمان بابا به ویل:

که په ځان باندې قدم کېږدې رحمانه

نهه فلکه به دې لاندې تر قدم شي

او یا دا چې:

ځان ژوندی په ځمکه ښخ کړه لکه تخم

که لويي غواړې د خاورو په مقام شه

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.