ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په کابل کې «د جهاد اومقاومت د دویم نسل» یو سرلاری وواژه

 

تاند – د کابل پولیسو د پلازمېنې د ۹مې حوزې په اړونده سیمه کې د جنایتکارانو د یوه بانډ مشر نبي کوهبندي چې ځان یې د جهاد او مقاومت د دویم نسل سرلاری باله او په وسله والو غلاوو، وهنو، وژنو او تښتونو کې یې لاس درلود وواژه.

د کورنیو چارو وزارت په فیسبوک پاڼه خپره شوې یوه اعلامیه کې راغلي، «د یوې جنایتکارې ډلې مشر نبي کوهبندي په کابل کې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې ووژل شو،»

په اعلامیه کې راغلي، «نبي کوهبندي له خطرناکو جنایتکارانو دی، چې د کابل ښار د نهمې حوزې په اړوند سیمو کې یې ډېری جنایي جرمونه طرح کول،»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، نن له غرمې وروسته یاد جنایتکار د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې له ملي پولیسو سره په نښته کې ووژل شو.

مقامات وایي چې کوهبندي په کابل کې د یوې لس کسیزې وسله والې ډلې مشري کوله او د نهمې حوزې په اړوند سیمو کې یې په غلا، لار نیونې، چپاول، باج اخیستنې او د عامه امن او نظم په ګډوډولو کې مهم نقش درلوده.

ویل کیږي چې اکثر دغه ډول وسله وال د پخوانۍ شمال ټلوالې هغه دویم نسل دی چې ځانونه د جهاد او مقاومت میراث خواره بولي، د پخواني جنګسالار احمدشاه مسعود عکسونه په خپلو موټرو لګوي او ډول ډول جنایتونه ترسره کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.