تاریخ، تاریخي افسانې، استناد | عبدالباري جهاني

 

د تاریخي متونو، افسانو او تاریخي کیسو اساسي توپیر په دې کي دی چي تاریخي متون مستند او پر موثقو منابعو او حوالو ولاړ وي. د پیښي او یا پیښو اصلي یا نسبتا اصلي بڼه وړاندي کوي. هر څومره چي یو مورخ د تاریخي پېښو د لیکلو په وخت کي پر مستندو آثارو تکیه وکړي او هر څومره چي د پېښو د لیکلو په وخت کي بېطرفي وساتي په هماغه اندازه یې اثر د اعتبار وړ او د څېړني ژوند یې زیات وي. خو د افسانو، نکلونو او حتی تاریخي داستانونو د لیکلو په وخت کي د لیکوال لاسونه خلاص وي او کله کله حتی له مبالغو څخه کار اخلي او اخیستلای یې سي.

افسانې پخپله د یو لړ ریښتونو پیښو او واقعیتونو ضمني انعکاس وی خو ضرور نه ده چي د افسانو په کم او کیف دي پیښي منځته راغلي او یا موږ اعتبار او استناد په و کړای سو. موږ له افسانو څخه په مختلفو لیکنو کي کار اخیستلای سو مګر د تاریخي پيښو په برخه کي، د سند په حیث، استناد نه سو ورباندي کولای. دا ځکه چي افسانې، په اکثرو مواردو کي، له واقعیت سره سر نه خوري. د مثال په ډول د فردوسي شاهنامه، چي د فارسي ژبي بلکه د نړۍ یو تلپاته ادبي شهکاردی، په خپل متن کي داسي قهرمانان لري چي وجود یې د انسان له تصور او باوره وتلی وي. جمشید اووه سوه کاله پاچهي کوي، ضحاک تازي زرکاله پاچا دی او چي څه ظلمونه یې په وس رسیږي هغه کوي. له دوو اوږو څخه یې دوه ماران راوزي او هره ورځ د دوو انسانانو په ماغزو پايي. رستم یو پهلوان دی چي په انسانانو کي خو یې د زړه ورتوب او زورورتوب ساری نسته بلکه د اژدها او دېوانو په جنګ ورځي. سره له هغه هم د سیمي د ځینو تاریخي پیښو په باره کي کار ورڅخه اخیستل کېدلای سي؛ مګر د تاریخي متن په حیث استناد نه سي ورباندي کېدلای.

د ساسانیانو مشهور پاچا انوشېروان په عدالت مشهور وو مګر، د فردوسي په شهنامه کي، چي د انوشېروان د وخت د پیښو تسلسل یې بیان کړی دی، د هغه په باره کي دونه افسانې راغلي او لیکل سوي او دونه مبالغې سوي دي چي د منلو وړ نه دي. که څه هم چي د تاریخ د یوه شاګرد لپاره یې لوستل ګټور او په زړه پوري دي خو ضروري نه ده چي د تاریخي متن په لیکلو کي استناد ورباندي وسي. ویل کیږي چي د مغول جلال الدین اکبر وزیر راجا بیربل ډېر هوښیار سړی وو او پر اکبر باندي له حده زیات ګران وو مګر د هغه د هوښیاری په باب د افسانو یو بشپړ کتاب موجود دی چي ډیري یې د منلو وړ نه دي او سړی استناد نه سي ورباندي کولای. عباسي خلیفه هارون الرشید ډېر غښتلی، پوه او د ښې ادارې خاوند پاچا تېر سوی دی مګر د هغه په باره کي د الف لیله ولیله افسانې د منلو وړ نه دي او یا لږترلږه د افسانو په سترګه باید ورته کتل سي.

په تاریخي کتابونو کي هم کله کله داسي کیسې راوړلي سوي وي چي سړی یې باید، د لیکني په وخت کي، کټ مټ را نقل نه کړي بلکه غور پکښي وکړي. د مثال په توګه: په هند کي چي د سلطان بهلول لودي په باب هر څه لیکني سوي دي نو د تاریخ داودي دا افسانه تکراروي چي بهلول یوه ورځ د خپلو دوو ملګرو قطب خان او فیروز خان سره روان وو. په سامانه کي یې یو مجذوب ولیدی او هغه ورته وویل چي په تاسي کي داسي څوک سته چي د ډهلي پاچهي په دوه زره ټنګو واخلي؟ بهلول سمدستي هغه ته شپاړس سوه ټنګې ورکړې او ورته وې ویل چي نوري نه لرم. مجذوب هغه پیسې واخیستلې او ده ته یې د ډهلي د پاچهی مبارکي ورکړه. ملګرو یې ورپوري وخندل چي هسي دي خپلي پیسې په سیند لاهو کړې. بهلول ورته وویل چي که د مجذوب خبره ریشتیا سي نو بیا خو مي ډېره ارزانه سودا کړې ده او که ریشتیا نه سي نو پرېږده د یوه سید دروېش زړه مي خو شاله کړ. عبدالله ص ص ۱۸-۱۹

چاچي د سلطان بهلول تاریخ لوستی وي پوهېږي چي هغه د ډهلي سلطنت د توري او هوښیاری په زور ترلاسه کړ او اته دېرش کاله پاچهي یې د توري او عقل په زور وکړه او د ډهلي له تر ټولو بریالیو او محبوبو پاچاهانو څخه وو. دا دونه کارونه د بخت او د ملنګ د دعا په زور نه بلکه د هوښیاری او توري په زور کیږي. دغه راز که چیري دروېش پیسو ته ضرورت نه درلود نو باید چي د بهلول پیسې یې بیرته ورکړي وای او که یې ضرورت درلود نو چي بهلول ته یې د ډهلي پاچهي بخښله ځانته به یې خزانې پیدا کړي وای.

د احمدشاه بابا د پاچا کېدلو په باب یوه مشهوره افسانه ده چي د مُجمل التواریخ څخه یې سرچینه اخیستې ده او وايي کله چي نادرشاه افشارد خراسان په نیت روان سو نو د خبوشان په یو منزلي کي یې خېمې ووهلې او په دغه وخت کي یو دروېش، چي وړینه خولۍ یې پرسر وه، احمدخان ته راغی او ورته وې ویل چي ستا په تندي کي د پاچهی نخښي وینم. ماته یو توپ کرباس راوړه چي تاته د پاچهی خېمې جوړي کړم. احمد خان هم یو توپ کرباس ورته راووړ او دروېش له هغه څخه د وړو د لوبو په څېر خېمې ورته جوړي کړې او هر ځای چي به د احمدخان خېمه ولاړه وه دروېش به خپلي خېمې ورته ودرولې. ګلستانه ص ص ۵۹-۶۰

د تعجب خبره داده چي دا افسانه د ډاکټرګنداسینګه په څېر مشهورو او هوښیارو تاریخ پوهانو کټ مټ را نقل کړې او ګنداسینګه لا د مُجمل التواریخ له دروېش سره د صابرشاه نوم هم ورزیات کړی دی. ګنداسینګه ص ۲۶

ما همدغه کیسه د خپلو معاصرو مشهورو پوهانو په کتابونو کي لیدلې ده. سره له دې چي پوهانو باید دې کیسې ته د یوه خرافي روایت په سترګه کتلي وای؛ دونه فکر باید هر یوه کړی وای چي د نادرشاه د دونه قوي استخباراتو او د هغه د دونه بدبینۍ او ویري سره، چي د ناروغی او لېونتوب حالت ته رسېدلې وه؛ او خپل زوی رضاقلي یې، چي د ده د ډیرو لویو فتوحاتو لوی قوماندان وو، د همغي خودخواهی او ویري قرباني کړ، دا څرنګه امکان لري چي د هغه په کمپ کي دي یو دروېش د احمدخان د پاچاکېدلو لپاره دونه جدي تبلیغ وکړي، خېمې دي ورته جوړي کړي او نادرشاه دي دروېش او احمدخان ته هیڅ ونه وايي.

ځیني وختونه ځیني لیکوالان د تاریخي مطالبو د لیکلو لپاره د تاریخي داستان طریقه غوره کوي. دوی غواړي تاریخي مطالب، چي کله کله یې لوستل یو څه درانه پرېوزي، د داستان په ژبه، چي لوستل یې آسان دي، افاده کړي. په دې ډول داستانونو کي قهرمانان زیاتره ریښتوني کسان وي. ډیري زیاتي پیښي، لکه څرنګه چي په داستان کي اشاره ورته سوې وي، منځته راغلي وي؛ مګر څرنګه چي لیکوال د داستان لاره غوره کړې وي نو ځان یو ډول آزاد احساسوي. ځیني پیښي په زیات تفصیل بیانوي، له ځینو پیښو څخه په خپله خوښه په چټکي تیریږي، په ځينو پیښو کي مبالغې کوي او د خپل داستان د پلاټ لپاره ځیني نومونه ایجادوي او د عمل صحنې ته یې واردوي.

څه موده مخکي، د نصیراحمد احمدي په نوم یوه ځوان د بغدادي پیر په نوم یو ناول ولیکی او په ځینو ویب سایټونو کي یې خپور کړ. د داستان مهم او اصلي کرکټر، چي بغدادي پیردی، د اعلیحضرت امان الله خان پر ضد، د حبیب الله کلکاني په ګټه، د پکتیا په سرحدي سیمه کي را څرګندیږي. دا سړی ډېوېډ جیمز نومیږي چي ګویا په اصل کي د انګرېزانو جاسوس دی او د افغانستان په حق کي د انګرېزانو د شومو پالیسیو د عملي کولو او د امان الله خان د نسکورولو لپاره، د پیر په جامه کي، فعالیت کوي. د انګرېزانو په هدایت افغانان غولوي او د اعلیحضرت امان الله خان په مقابل کي یې راپاروي.

داستان به ښه لیکل سوی وي؛ خو موږ له هغه څخه هیڅ وخت د تاریخي مأخذ په حیث استفاده نه سو کولای، بلکه په هغه کي د هغې زمانې د پیښو انعکاس ګورو. د افغانستان په تاریخ کي، په تېره بیا د پکتیا په سیمه کي هیڅ وخت د بغدادي پیر په نوم چا فعالیت نه دی کړی. موږ البته، د دوهم نړیوال جنګ په کلونو کي، د لنډي مودې لپاره، د وزیریستان په علاقه کي، د شامي پیر یا سعد ګیلاني په نوم یو سړی پیژنو چي د جرمني په ګټه یې فعالیت کاوه. او کله چي انګرېزانو پنځه ویشت زره پونډه ورکړل نو سمدستي یې ږیره وخریله، پتلون یې واغوست او په الوتکه کي یې له هند څخه پرواز وکړ. ټیټلر ص ۲۶۷

زموږ یوه دوست له دې داستان څخه، د انګرېزانو د محکومولو لپاره، د یوه تاریخي مأخذ په حیث استفاده کړې او بدي خو لا په دې کي ده چي هغه یې د یوه انګرېز جاسوس د اعترافاتو او یاداشتونو ترجمه بللې ده. په داسي حال کي چي موږ په دغه سیمه کي د ډېویډ جونز په نوم هیڅ انګرېز جاسوس نه پېژنو. که دا جاسوس موجود وو نو خپل خاطرات به یې، چي د بغدادي پیر د داستان اصلي برخه ده، په انګرېزي لیکلي او چاپ کړي وي. خو دا کتاب هیچا نه دی لیدلی او که کوم انګرېز په دغه صراحت خپل خاطرات چاپ ته سپارلي وای نو په عالم کي به یې غوغا جوړه کړې وای. خو بغدادي پیر او ډیویډ جونز یوازي د داستان د لیکوال نصیراحمد احمدي په مغز کي دي؛ او خارجي وجود نه لري. که موږ چیري په افغانستان کي د انګرېزانو د جاسوسي شبکو د فعالیتونو په باب لیکنه کوو نو بهتره ده چي د داستان د خیالي قهرمانانو پر ځای آرشیفونوته مراجعه وکړو او وګورو چي ډېويډ جونز او بغدادي پیر کله په پکتیا کي موجود ول او کنه؟

په دې کي شک نسته چي انګرېزان به د اعلیحضرت امان الله خان په سقوط تر اندازې زیات خوشاله وه ځکه چي هغه له لومړۍ ځوانۍ څخه تر مرګه پوري د انګرېزانو سره دښمني وپالل او هغوی ته په زیان رسولو کي یوه شېبه بېکاره پاته نه سو. د اعلیحضرت امان الله خان پر ضد ډیرو پیرانو، حضرتانو او مُلایانو ځانونه ستړي کړل او له ډیرو سره به د انګرېزانو ملاتړ ملګری وو؛ مګر د دې معنی دا نه ده چي موږ په دې برخه کي هره افسانه ومنو او په هر تاریخي داستان استناد وکړو.

دغه راز، لکه مخکي چي مو مثالونه راوړل، په تاریخي کتابونو، په تېره بیا کلاسیکو متونو، کي ډيري داسي کیسې راوړلي کیږی چي موږ یوازي د کیسې یا انیکډوټ Anecdote په سترګه ورته ګورو او په تاریخي کتابونو کي یې هم زیاتره د حکایت تر عنوان لاندي را وستلې وي خو ضرور نه ده چي موږ یې ومنو او یا یې کټ مټ را نقل کړو.

استناد:

د تاریخ او تاریخي مضامینو د لیکلو په وخت کي، په موثقو او باوري منابعو استناد یوه له تر ټولو مهمو مسألو څخه ده. زموږ ځینو مورخینو د ځینو پیښو د تشریح کولو په ترڅ کي کله کله له یو څه بې احتیاطی څخه کار اخیستی وي؛ چي په عمومي ډول، ښايي د پیښی یا موضوع په اړه چنداني تاثیر ونه لري خو ښايي د تاریخ د شاګردانو د ګمراه کولو سبب سي. د مثال په ډول: مشهور مورخ میرغلام محمدغبار د سید جمال الدین افغاني د ژوند په باب لیکي چي « سیدجمال الدین افغاني په ۱۸۵۷ کال کي د امیر دوست محمدخان له دربار سره یو ځای سو او د امیر له مرګ څخه وروسته د امیرشیرعلي خان په دربار کي پاته سو. البته د امیردوست محمدخان دربار د دغه انقلابي مېړه څخه د ګټي اخیستلو توان نه درلود خو امیر شیرعلي خان دا توان درلود چي له دغه راز یوه سړي څخه د هیواد په ګټه استفاده وکړي. سید په نولس کلني کي دربار ته راغی او یوولس کاله پاته سو. په داسي حال کي چي مخکي له ۱۸۵۵ څخه تر ۱۸۵۷ پوري تقریبا درې کاله یې په هند، عراق، شام او حجاز کي سفرونه کړي او له اروپايی علومو او نوي فسلفې له زده کړو څخه یې ګټه اخیستې وه…» غبار ص ۵۹۲

د سیدجمال الدین افغاني په باره کي د مرحوم غبار دا لیکنه ښايي پر اصل مضمون او موضوع باندي چنداني اغېزه ونه لري . سید جمال الدین افغاني، په نونسمه پېړۍ کي، د اسلامي نړۍ یو نابغه وو او دا به څومره ښه وای چي امیردوست محمدخان او د افغانستان نورو مشرانو او پاچاهانو د هغه له وجود څخه ګټه اخیستې وای. خو که د تاریخ یو شاګرد، یو وخت، په دغه موضوع کي، د سید خپلو لیکنو او یاداشتونو ته مراجعه وکړي او وګوري چي حقایق سر نه سره خوري نو حتما یې ذهن مغشوش کیږي. مثلا سید په هغه لیک کي چي په ۱۸۶۶ کال کي، چي امیرشیرعلي خان، د خپلو وروڼو سره د جنګونو په سلسله کي، د کابل له تخته پرزېدلی او د هغه ورور امیر محمدافضل خان پاچا دی، په هرات کي د جمال الدین حسیني عبدالله بن عبدالله تر نامه لاندي یو لیک پرې ایښی دی چي د مرحوم غبار له متن سره سر نه خوري. سید لیکلي دي « اوس چي د عالم له قیل او قال څخه را ګوښه سوی یم. غرض دا چي پنځه کاله د عالم په اطرافو کي وګرځېدم، او راز راز زحمتونه او تر حد زیاتي خوارۍ مي وګاللې. د هر مذهب له مشرانو او د هر ملت له فقراوو او د هري فرقې له علماوو او د هر مملکت له مشرانو او د هرولایت له پوهانو سره مي مجلسونه وکړل … » سید له ټولو څخه ناخوښي ښکاره کوي ځکه چي هیچا یې پر خبره غوږ نه دی نیولی خو په دې خوشاله دی چي د نېکانو او د خدای د دوستانو په برکت یې له تیاره جهان څخه روحاني نړۍ ته لاره پیدا کړې ده. افغاني ص ص ۱-۲

له دې لیک څخه، چي په ۱۸۶۶ کال کي لیکل سوی دی، په څرګنده معلومیږي چي سید باید خپل علمي سفرونه په ۱۸۶۰ کي، یعني د امیردوست محمدخان له وفات څخه درې کاله مخکي پیل کړي او د هغه له وفات څخه، چي ۱۸۶۳ کال کیږي، درې کاله وروسته هرات راغلی وي. مرحوم غبار موږ ته وايی چي سید له ۱۸۵۵ څخه تر ۱۸۵۷ پوري په نړۍ کي خپل علمي سفرونه وکړل؛ خوسید موږ ته وايی چي دا سفرونه یې درې کاله نه بلکه شپږکاله وه او د ۱۸۶۰ څخه یې پیل کړي دي. مرحوم غبار موږ ته وايي چي سید په نونس کلنی کي، چي که د غبار له متن سره سم،په ۱۸۳۸ کي زېږېدلی وي، نو دا وخت به ۱۸۵۷ کال وو، له دربار سره یو ځای سو او یوولس کاله پاته سو. یعني تر ۱۸۶۸ کال پوري باید په دربار کي پاته سوی وي. په داسي حال کي چي سید پخپله وايي چي له ۱۸۶۰ څخه تر ۱۸۶۶ پوري په بهر کي وو. چي په دې حساب د سید خپله لیکنه، چي تر بل هر سند معتبره ده، د مرحوم غبار له تاریخ سره سر نه خوري.

مرحوم غبار لیکي چي د امیرشیرعلي خان په دربار کي، د محمدرفیق خان لودي په څېر مغرضینو د سید جمال الدین افغاني په مقابل کي د امیرشیرعلي خان نیت ته تغییر ورکړ او هغه ته یې وویل چي د سید کور ښايي د امیر د مخالف ورور سردارمحمداعظم خان او نورو کسانو د ټولېدلو مرکز سي نو بهتره به وي چي له هغه څخه ځان بېغمه کړي نو هغه وو چي امیرشیرعلي خان هم سید له درباره او له افغانستان څخه وایست. په داسي حال کي چي سید د مرکزي حکومت ډېر ټینګ طرفدار وو او د امیردوست محمدخان له وفات څخه وروسته یې سردار محمداعظم خان وهڅاوه چي خپل کشر ورور امیرشیرعلي خان ته بیعت وکړي. غبار ص ۵۹۳

په داسي حال کي چي سید په خپل لیک کي، چي په هرات کي یې لیکلی دی، لیکلي دي چي هغه د امیردوست محمدخان له وفات څخه درې کاله مخکي بهرنیو ملکونو ته تللی او د هغه له وفات څخه درې کاله وروسته یعني ۱۸۶۶ کي هرات ته ستون سوی دی. ګواکي نه د امیر دوست محمدخان د وفات په وخت کي په هرات کي حاضر وو او نه یې محمداعظم خان ته د امیر شیرعلي خان د امارت منلو او هغه ته د بیعت کولو توصیه کړې ده.

موږ ګورو چي د مرحوم غبار او نورو مورخینو لیکني د سید پر شخصیت او په سیمه کي د هغه پر رول او اغېز باندي کوم خاص تاثیر نه لري نو د افغانستان د هغه وخت په پېښو کي د سید د حضور او رول په باب داسي څرګند ګمراه کونکي معلومات راکوي چي پخپله د سید له لیکنو سره نه لګیږي.

دغه راز د میوند د جنګ د مهمي تاریخي پیښي په باره کي هم مرحوم غبار د میرزا یعقوب علي خوافي په حواله وايي چي په هغه جنګ کي د انګرېزانو دوولس زره عسکر تلف سول او یوازي پنځه ویشت تنه یې، هغه هم په افغاني جامو کي د مسلمانانو په ډول، کندهار ته ژوندي ورسېدل. غبار ص ۶۳۸

زموږ نورو مورخینو هم، د مرحوم غبار په پیروي، د میوند د جنګ په باب خپلو لیکنو کي، د هغه دغه ادعا تکرار کړې ده. مرحوم غبار وايی چي میرزا یعقوب علي خوافي د انګرېزیانو د تلفاتو په باب د سردارکهندل خان د لمسي سرداراحمدعلي خان څخه، چي د میوند په جنګ کي یې برخه درلوده، دغه معلومات تر لاسه کړي.

موږ ګورو چي لومړی خو دا حواله ډېره کمزورې ده؛ او مورخ باید له باوري منابعو څخه کار واخلي. نه دا چي دا داسي یوه سړي پر ادعا باندي حواله ورکړي چي په هغه جنګ کي یې برخه اخیستې وي. میرزا یعقوب علي خافي د یوه سړي په قول چي په جنګ کي یې برخه درلوده لیکنه کوي. چي دا منبع یو اړخیزه او ډېره کمزورې ده او له بلي خوا د انګرېزانو منابع، چي د هغه مهم جنګ په باب دقیق ارقام پکښي خپاره سوي دي د انګرېز پوځ د شمېر، ماتي او تلفاتو په باره کي بل ډول اطلاع راکوي. انګرېزي منابع وايي چي د میوند په جنګ کي د انګرېزیانو د پوځیانو ټول شمېر ۲۴۷۶ تنه وو. د جنګ او د انکرېزانو د ماتي په نتیجه کي ۹۷۱ تنه ووژل سول او باقي پاته کسان یې کندهار ته ورسېدل. لازمه ده چي د دې رپوټ دغه برخه یو څه په بشپړه توګه راوړو. په رپوټ کي راغلي دي چي ۲۱ تنه برټانوي افسران وژل سوي او اته تنه ټپیان سوي دي. پوځیان ۲۹۶ تنه وژل سوي او ۴۲ تنه ټپیان سوي دي. ۱۱ تنه هندي افسران وژل سوي او ۹ تنه ټپیان سوي دي. ۶۴۳ تنه هندي پوځیان وژل سوي او ۱۰۹ تنه ټپیان سوي دي. چي مجموعا ۹۷۱ وژل سوي او ۱۶۸ تنه ټپیان سوي دي. په دې جنګ کي له پوځ سره ملګري ملکي کسان، لکه خدمه او غریبکاران ۳۳۱ تنه وژل سوي او ۷ تنه ټپیان سوي دي. ۲۰۱ آسونه وژل سوي او ۶۸ ټپیان سوي دي. د سیکنډ افغان وار ص ۵۲۶

د افغان او انګرېز د دوهم جنګ په باب د رپوټونو دغه کتاب، چي ټول ۷۸۴ مخه دی، په ۱۸۸۱ کال کي د محرم کتاب په شکل ترتیب سوی او په ۱۹۷۵ کال کي، د میوند له جنګ څخه څه کم سل کاله وروسته چاپ سوی دی. موږ بیا هم ګورو چي د تلفاتو د شمېر اندازه د میوند د جنګ پر نتیجه باندي، چي د انکرېزي پوځ بشپړه ماته ده، کوم تاثیر نه لري؛ مګر د څه کم زرو تنو وژل سویو او دوولس زرو تنو وژل سویو ترمنځ توپیر ډېر زیات دی.

میرزا یعقوب علي خافي د افغانانو او انګرېزانو د لومړي جنګ او د انګرېز پوځ د ماتي په باب لیکنه کي هم د انګرېزانو د تلفاتو په باب دونه مبالغه کوي چي هیڅ بل مورخ نه ده کړې. دی وايي چي وزیرمحمداکبرخان لوی لاټ له منځه یووړ او غازیانو د انګرېزانو پر چوڼۍ باندي یرغل ورووړ. په یوه هفته کي یې د انګرېزانو له پوځ څخه یولک او شل زره تنه قتل کړل او یوازي یوولس تنه یې نیم ژواندي تر پېښوره ورسېدل. خافي ص ۱۴

په داسي حال کي چي د افغانستان اکثرو مورخینو د انګرېزي پوځیانو د تلفاتو شمېر د پنځه ویشتو زرو تنو په شاوخوا کي ښودلی او پخپله انګرېزي منابع وايي چي د شاه شجاع سره ۶ زره عسکر ملګري ول او د انګرېزانو د پوځ شمېر ۹۵۰۰ تنه وو، چي په دې حساب ټول څه کم شپاړس زره تنه کیږي. بیا هم د وژل سویو انګرېزانو شمېر د جنګ په نتیجه کي، چي د انګرېزي پوځ لپاره، تر دغه وخته پوري، د خپل تاریخ تر ټولو سخته ناکامي وه، تغییر نه راولي؛ مګر ۱۲۰ زره او پنځه ویشت زره ډېر زیات توپیر لري.

له بلي خوا ټولو هغو کسانو ته چي د افغانستان د تاریخ او د انګرېزانو او افغانانو د اړېکو په باب لږ او ډېر سواد لري معلومه ده چي وزیرمحمداکبرخان د ۱۸۴۱ کال د ډسمبر په میاشت کي، په کابل کي د انګرېز پوځ سیاسي آمر ویلیم مکناټن وواژه او له دې پیښي څخه څه کم پنځه میاشتي وروسته د نواب محمدزمان خان زوی شجاع الدوله خان، د سیاه سنګ په سیمه کي شاه شجاع وواژه. خو خافي خان د ټولو تاریخي منابعو او کتابونو په خلاف لیکي چي د شاه شجاع له قتلېدلو څخه وروسته د کابل خلکو او غازیانوسردارمحمداکبرخان ته، چي دا وخت په بامیان کي وو، بلنه ورکړه چي کابل ته راسي او د ملي قیام رهبري پر غاړه واخلي. محمداکبر خان هم کابل ته راغی او د غازیانو مشرتوب یې واخیست. څه وخت وروسته یې مکناټن قتل کړ. خافي ص ص ۱۳-۱۴

بیا هم دا خبري د جنګ پر نتیجه او پر افغانستان باندي د انګرېز پوځ د ظالمانه تېري پر نتیجه باندي کوم خاص تاثیر نه لري مګر که د افغانستان د تاریخ یو شاګرد د خپل تاریخ په باره کي بل کتاب لوستی او په هغه کي یې پیښي په بل ډول لوستي وي نو د خافي کتاب یې ذهن مغشوشوي. میرزا یعقوب علي خافي د امیر دوست محمدخان د پاچهي کلونه اووه دېرش ښيي؛ په داسي حال کي چي د هغه د دواړو ځلو پاچهیو د کلونو شمېر دوه دېرش کاله دی. د امیر عبدالرحمن خان د پاچهی کلونه څلیرویشت ښيی، چي هغه شل کاله پاچهي کړې ده.

د داسي یوه بېخبره مورخ، چي د تاریخ د ډیرو لویو او څرګندو پیښو او ارقامو په برخه کي غلطي کوي، په متن باندي استناد پخپله د لیکلي متن اعتبار ته صدمه رسوي. په دې حساب باید چي د استناد لپاره د متونو په انتخاب کي له احتیاط څخه کار واخیستل سي.

مأخذونه

۱: خافي، میرزایعقوب علي. پادشاهان متاخرافغانستان. مطبعه عمومي کابل ۱۳۳۴

۲: غبار، میرغلام محمد. افغانستان درمسیرتاریخ. چاپ اول دولتي مطبعه کابل ۱۹۶۷

۳:افغانی، سیدجمال الدین. ګزیده آثار. موسسه انتشارات بیهقي ۱۳۵۵

۴: عبدالله. داودي تاریخ. ژباړن محقق ډاکټر عبدالطیف یاد طالبي. دانش خپرندویه ټولنه ۲۰۰۷

ګلستانه، محمدامین. مُجمل التواریخ. ناشرکتابخانه ابن سینا تهران ۱۳۴۴

5: Ganda Singh. Ahmed Shah Durrani. 1981 Lahore

6: Tytler,W.K.Fraser. Afghanistan. 1967 London Oxford University Press.

7: The Second Afghan War. 1975

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.