برېښنا شرکت: د نویو پروژو په پلي کېدو به زرګونه نویو کورنیو ته برېښنا ورسېږي

دآزادی راډیو

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د برېښنا د تولید د نویو لمریزو او بادي پروژو په پلي کېدو سره به، د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي، له برېښنا برخه‌من شي.

دغه شرکت وویل، دغه پروژې د عامه او خصوصي مشارکت په چوکاټ کې، د امریکا په مالي مرسته پلې کېږي.

د دغو پروژو د پلي کولو تړون پرون په کابل کې لاسلیک شو.

د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۰۳» ازادي راډیو ته وویل، د دغو پروژو په پلي کېدو به زرګونه نویو کورنیو ته برېښنا ورسېږي او پارچاوي به هم لږه شي.
ښاغلی توحیدي زیاتوي: “دغه پروژې د عامه او خصوصي مشارکت په چوکاټ کې، د امریکا په مالي مرسته پلې کېږي چې په بلخ ولایت کې د ۴۰ مېګاواټو لمریزې برېښنا تولید، د کابل په نغلو کې د ۲۰ مېګاواټو ابي برېښنا او ۲۵ مېګاواټه بادي برېښنا او په هرات ولایت کې د ۲۵ مېګاواټو لمریزې برېښنا د تولید پروژې په‌کې شاملې دي.”

ښاغلي توحیدي وویل، د برېښنا د تولید له بېلابېلو منابعو څخه، له ۴۵۰ نه تر۴۸۰ مېګاواټو پورې برېښنا تولیدېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (یو.اېس.اې.ای.ډي) په مالي مرسته، د دغو څلورو پروژو تړون د چهارشنبې په ورځ په کابل کې لاسلیک شو.

په دغو پروژو کې د لمریزې برېښنا د تولید دوه پروژې په کابل او بلخ او د بادي برېښنا د تولید دوه چې په هرات ولایت کې دي، شاملې دي.

دغه پروژې به د ۱۶۰ میلیونو ډالرو په لګښت پلې شي. په پام کې ده دغه پروژې چې د ۱۱۰ مېګاواټو برېښنا د تولید وړتیا لري، د کورنیو او بهرنیو خصوصي کمپنیو له‌خوا سر ته ورسېږي.
د برېښنا ستونزې د کمولو لپاره د حکومت او نړیوالې ټولنې له هڅو سره سره، افغانستان اوس هم منظمه برېښنا نه‌لري.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې او نه‌شي کولای چې سمه ګټه ترې واخلي.

ګل اغا او ګل افغان ازادي راډیو ته وویل: “برېښنا نه‌شته، خو بلونه‌یې راځي، پرچاویانې ډېرې دي. برېښنا کله د شپې او کله د ورځې له‌خوا پرې کېږي.”

“سهار وختي چې د لمانځه لپاره اودس کوو برېښنا نه‌وي. برېښنا چې نه‌وي، په جوماتونو کې د اوداسه لپاره اوبه نه‌وي. په دې برخه کې ستونزې ډېرې دي.”

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو پوهان وايي، دا د افغان حکومت لپاره یو ښه فرصت دی چې د برېښنا لپاره له بېلابېلو منابعو څخه کار واخلي.
له ډلې یې تاج محمد تلاش وویل: “په اساسي فکټورونو کې برېښنا مؤثره ده او د افغانستان حکومت ته په‌کار ده چې د بېلابېلو پالېسیو پر مټ، د برېښنا د تولید لپاره، له لمر، باد او اوبو څخه ګټه واخلي، دا یو ښه فرصت دی چې افغانستان ته په لاس ورغلی.”

دی وايي په افغانستان کې له برېښنا پرته، صنعتي، سوداګریزې، زېربنايي او کرنیزې پروژې مؤثریت نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د افغانستان۸۰ سلنه برېښنا وارداتي ده او یوازې ۲۰ فیصده په کور دننه تولیدېږي.

دغه شرکت وايي، سره له دې چې افغانستان دمګړۍ ۷،۵۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو ۱،۷۰۰ مېګاواټه په عادي توګه تولیدېږی چې ۴۵ سلنه خلک ورته لاسرسی لري. د افغانستان برېښنا شرکت زیاتوي، هڅې روانې دي چې تر راتلونکو درېیو کلونو پورې ۵۰ سلنه برېښنا په هېواد کې دننه تولید شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.