بروکسل کې د ناټو غونډه پر سولې او افغانستان ته د پوځیانو پر استولو څرخي

 

دازادی راډیو

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د سولې او دغه هېواد ته د ناټو د نورو پوځیانو د استولو پر موضوع خبرې کېږي.

افغانستان د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې یوه مهمه موضوع ده.

د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې نن پنجشنبه پیلېږي.

ټاکل شوې ده چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د کابل پر وخت نن پنجشنبه د ماسپښین په یوه نیمه بجه خبري غونډې ته د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې عمومي اجنډا روښانه کړي.

د دې غونډې تر پیل مخکې د ناټو تړون مرستیال ویاند پېرز کزالې ازادي راډيو ته وویل چې ناټو دې ته ژمنه ده چې له افغان ځواکونو سره مرستې زیاتې کړي، څو د نړیوال ترورېزم په ځپلو کې تر ډېره په خپلو پښو ودرېږي.
پېرز کزالې زیاته کړه:

“د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د سولې او روغې جوړې پر خبرو تمرکز وکړي، همداراز به د افغانستان د بنسټونو اصلاحاتو او سیمه‎ییزو موضوعاتو ته توجه وکړي. موږ خپلې ژمنې نوې کړې دي. په دې لړ کې له ټول ناټو تړونه د پام وړ پوځیانو زیاتېدل شامل دي چې افغان پوځیان وروزي، مشوره ورکړي او مرسته ورسره وکړي.”

تر دې څرګندونو مخکې طالبانو په افغانستان کې د خندق په نوم د پسرلنیو عملیاتو د پیلېدو خبر ورکړ.

د چهارشبنې په سهار د طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې دوى به په دغو عملياتو کې تر ډېره پر امريکايانو تمرکز کوي، په دوهم ګام کې به د امريکايانو داخلي ملاتړي چې افغان حکومت او افغان ځواکونه دي، په نښه کوي.
د خندق په نوم د عملیاتو تر اعلان پورې په افغانستان کې ډېرو داسې باور کاوه چې طالبان د ولسمشر اشرف غني د فبرورۍ د ۲۸مې نېټې د سولې پر وړاندیزونو غلي پاتې شوې دي.

د افغانستان په اړه د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په بحثونو کې ټاکل شوې چې سبا د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن او د افغانستان لپاره د ناټو جګپوړی ملکي استازی کورنلیوس سیمرمن برخه واخلي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.