ایران کې د اوکراینۍ الوتکې راغورځېدو پېښه کې ۱۰ افغانان هم وژل شوي

 
تاند، چهارشنبه، د جدي ۱۸ مه: د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چې تهران ته څیرمه د دغه هېواد د الوتکې د رالويدو په پېښه کې وژل شوي کسان ایرانیان، کاناډایان او لس ته په کې افغانان دي.

د اوکراين د نړيوال هوايي شرکت يوه ۷۳۷ بويینگ الوتکه د چهار شنبې په ورځ د امام خميني له هوايي ډگر څخه تر پرواز لږ وروسته تهران ته څېرمه رالويدلې ده او پکې سپرو ټولو ۱۷۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت وایي، په دې الوتکه کې ۸۲ تنه ايرانيان او ۶۳ تنه کانادایان او لس تنه افغانان هم سپاره وو.

بلخوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم منلې چې د الوتکې د سقوط په قربانيانو کې لس تنه افغانان هم شامل دي.
د وزارت په تويتر پاڼه کې ليکل شوي: «په خواشينۍسره خبر شو چې په تهران کې د الوتکې د سقوط په قربانيانو کې لس تنه افغانان هم شامل دي.»

د وزارت په ټویټ کې زياته شوې چې د قربانيانو د پيژندلو او د جسدونو افغانستان ته د انتقالولو له پاره چمتووالی نيول کيږي.

تر اوسه د الوتکې د رالويدو علت معلوم شوی نه دی، خو د فارس او ایرنا خبري آژانسونو په حواله ښايي تخنيکي ستونزه د الوتکې د سقوط باعث شوي وي.

د ایران د هوانوردۍ د ملکي ادارې مشر رضا جعفرزاده ويلي چې يوه پلټونکي ډله د پېښې ځای ته استول شوې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.