ایران د طالب له اوږې ډز کوي | یعقوب خالقي

 
افغانستان او ایران په ۱۹۷۳ کال کې د هلمند سیند د اوبو پر سر یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې افغانستان ایران ته په په هره ثانیه کې د ۲۲ متر مکعب اوبو په ورکولو هوکړه کړې خو افغانستان د ګاونډیتوب په خاطر په ثانیه کې ۴ متر مکعبه اضافي اوبه هم ایران ته منلې دي.

د هلمند سیند د اوبو ظرفیت په یو کال کې شاوخوا ۱۲ میلیارده متر مکعبه دی، چې د یاد تړون له مخې ایران یواځې د شاوخوا ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبو د تر لاسه کولو حق لري. دا چې ایران ته د منل شویو اوبو د ورکولو اندازه ډېره کمه ده نو افغانستان کولای شي د هلمند سیند اوبه تر ډېره کنټرول او ترې ګټه واخلي.

اوس چې افغانستان کې له کلونو راهیسې جګړه روانه ده نو افغان حکومت نشي کولای دغه اوبه کنټرول کړي ان دا چې د جګړې له امله د هلمند سیند د اوبو د نه کنټرول په صورت کې ټولې اوبه د ایران خاورې ته ننوځي.

ایران د هلمند سیند د اوبو په تړاو شوی تړون په خپل زیان ګڼي او هڅه کوي افغان حکومت اړ کړي چې پر دغه تړون ور سره له سره خبرې وکړي ځکه په تړون کې ایران ته منل شوې اوبه د دوی اړتیاوې نشي پوره کولای او هڅه کوي د هلمند سیند په اوبو کې خپله ونډه زیاته کړي.

دا چې ایران د هلمند سیند اوبو ته ډېره اړتیا لري نو په افغانستان کې جګړه ایران ته دا ګټه رسوي چې د یاد سیند اوبه د حکومت له خوا کنټرول نشي او ټولې اوبه د ایران خاورې ته ولاړې شي او یا هم د جګړې په دوام سره افغان حکومت اړ کړي چې له دوی سره له سره خبرې وکړي.

ایران په همدې تړاو د هلمند پر سیند د افغان حکومت له خوا د بندونو له جوړولو سره په وار وار مخالفت ښودلی او آن دا چې هڅه یې کړي د طالبانو په وسیله د ورته پروژو مخه ونیسي.

د افغانستان د سیندونو له ډلې بل سیند هریرود دی چې ایران یې له اوبو څخه ګټه اخلي.

د هریرود له سیند څخه افغانستان ۴۰ سلنه او ایران او ترکمنستان ۳۰ سلنه ګټه اخیستله خو د سلما بند له جوړېدو وروسته د هریرود سیند له اوبو څخه د افغانستان ګټه اخیستنه ۷۴ سلنې ته لوړه شوه چې اوس ایران او ترکمنستان د دغه سیند له اوبو څخه یواخې ۱۳ سلنه ګټه اخیستلای شي. ایران تل د دغه بند له جوړېدو سره مخالفت ښودلی او آن دا چې افغان چارواکو ایران تورن کړی چې د سلما بند د رغوونې د مخنیوي لپاره یې تل طالبان پر دغه بند بریدونو ته هڅولي.

ایران په وار وار تورن شوی چې افغانستان کې جګړه غواړي او طالبانو ته وسلې ورکوي.په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو مشر ملا منصور ووژل شو چې وروسته یې د پاسپورت له موندل کېدو روښانه شوه چې دغه طالب مشر څو ځله ایران ته سفر کړی و ځکه په پاسپورت یې د ایران ټاپې لګېدلې وې.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن هم ایران ایران تورن کړی چې په افغانستان کې د جګړې د دوام په موخه طالبانو ته وسلې ورکوي.

افغانستان کې د طالبانو د رژیم په مهال طالبانو د هلمند سیند اوبه ټولې را بندې کړې او ایران یې د هلمند سیند له اوبو څخه محروم کړ چې هغه مهال ایران طالبانو ته د خپل دښمن په سترګه کتل خو اوس چې ایران کولای شي افغانستان کې د جګړې د دوام له امله د دغو اوبو څخه پرېمانه ګټه واخلي نو خپل پخواني دښمن یانې طالبانو ته یې د دوستۍ لاس ورکړی چې د افغان حکومت پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.

ایران یو له ګاونډیو هېوادونو څخه دی چې له بیلابیلو اړخونو څخه په افغانستان کې پراخ نفوذ لري.

په وروستیو کلونو کې افغانستان کې روانه جګړه له ورځې بلې ته زور اخلي او د افغان حکومت په باور جګړه نور له کورني قلمر اوښتې او تر شا یې د سیمې استخبارات لاس لري.

څو ورځې وړاندې په فراه کې د طالبانو جګړه دومره زوروره شوه چې ان دغه ولایت یې د سقوط له ګواښ سره مخ کړ خو وروسته افغان چارواکو ادعا وکړه چې د فراه جګړه د اوبو جګړه وه او تر شا یې ایران لاس درلود.

که څه هم افغانستان د اوبو پر سر یواځې له ایران سره یو تړون لري خو له دې سره سره د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو پر سر ستونزې نه یواځې دا چې حل شوې بلکې ډېرې شوې دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.