ایران: دولتي ځواکونو “په تېروتنې” اوکراینۍ الوتکه راغورځولې ده

دآزادی راډیو

د ایران دولتي ټلویزیون ددغه هېواد د پوځي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د اوکراین هوايي شرکت الوتکه “په غیرقصدي ډول او د انساني تېروتنې” په نتیجه کې راغورځول شوې ده.

د اوکراین هوايي شرکت دغه ۸۰۰-۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه د جنورۍ په اتمه نېټه له تهرانه اوکراین ته روانه وه او د امام خمیني له هوايي ډګر څخه تر الوتو وروسته سمدستي راولوېده.

د ایران د مسلح ځواکونو عمومي قومندانۍ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه الوتکه چې ۱۷۶ کسان پکې سپاه د ایران د سپاه پاسداران په راکټ لګېدلې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي: “د څرخېدو په وخت چې کله الوتکه د سپاه ځواکونو یوه حساس مرکز ته بیخي نژدې شوې وه، د دښمن فکر پرې شوی چې د انساني تېروتنې له کبله او په غیرقصدي ډول دا الوتکه لګېدلې ده.”

د اوکراین هوايي شرکت دغه ۸۰۰-۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه د جنورۍ په اتمه نېټه له تهرانه اوکراین ته روانه وه او د امام خمیني له هوايي ډګر څخه تر الوتو وروسته سمدستي راولوېده.
د اوکراین هوايي شرکت دغه ۸۰۰-۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه د جنورۍ په اتمه نېټه له تهرانه اوکراین ته روانه وه او د امام خمیني له هوايي ډګر څخه تر الوتو وروسته سمدستي راولوېده.
دا پېښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې د ایران پوځ په عراق کې، د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډه د بالستیک توغندیو حمله وکړه. که څه هم ځینو کارپوهانو دا احتمال مطرح کړی و چې ښايي دغه الوتکه د ایران له خوا ویشتل شوې وي، خو ایراني چارواکو وړاندې دا موضوع ردوله.

د ایران ولسمشر حسن روحاني پر ټویټر لیکلي چې دا د بخښلو وړ سهوه نه ده او یوه تراژیدي ده.

خو روحاني ویلي، د پوځ له لورې له څېړنو دا نتیجه اخیستل شوې چې د انساني تېروتنې په نتیجه کې دا ناوړه پېښه رامنځته شوې ده چې د ۱۷۶ بېګناه انسانانو ژوند یې واخیست.

د ایران وسله والو ځواکونو په اعلامیه کې ویلي، کوم کسان چې ددغې تراژیدۍ مسئولان دي، حساب به ورسره کېږي.

په الوتکه کې ۱۴۷ سپاره ایرانیان و چې ډېرو يې د کاناډا او بریتانیا تابعیت درلود. په وژل شویو کې د اوکراین، افغانستان، جرمني او سوېډن اتباع هم شامل دي.

د پاکستان د پوځ متقاعد افسر محمود شاه وایي، که الوتکه له بهره راتلی او سهوا په حساسو وختونو کې په توغندي لګیدلی نو، یو ډول توجیه کېدای شوای، خو اوس داسې نه دي شوي.

“له پوځي پلوه دا ډېره ستره تېروتنه ده. دوی باید د توغندي د ویشتلو په وخت ټولو هوایي ډګرونو ته خبر ورکړی وای چې الوتنې ونه کړي، خو دا بېله خبره ده. کله چې الوتکه له بهره راځي، هغه سمه نه ښکارې. خو کله چې له خپل هوایي ډګره ځي او د پوځ په توغندي لګیږي، دا له هغو اصولو سره چې یو پوځ یې ځان ته ټاکي سر نه خوري.”
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي ویلي، کیف تمه لري چې په تهران کې د حکومتي ځواکونو له خوا په توغندي د راغورځول اوکراینۍ الوتکې په اړه ایران بشپړه څېړنه وکړي، پړه ومني او زیانمنو ته تاوان ورکړي.

د اوکراین د ولسمشر په رسمي ویب پاڼه خپره شوې اعلامیه کې راغلي: “موږ له ایران تمه لرو چې په دې اړه بشپړې او پرانیستې څیړنې، مسئولو کسانو سره د عدلي چلند، د وژل شویو د جسدونو د سپارلو، د تاوان ورکولو، او د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې د رسمي بخښنې لپاره د خپل چمتوالي ډاډ راکړي.”

دا پېښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې د ایران پوځ په عراق کې، د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډه د بالستیک توغندیو حمله وکړه.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.