ایران: خلیلزاد، طالبان برلاسي کوي، موږ به د طالبانو حکومت ونه منو

 

تاند ځانګړی راپور ، شنبه، د اسد ۲۶مه: عربي رسنۍ شرق الاوسط خبر ورکړی چې ټرمپ د یو شمېر لویدیځوالو منځګړو په مرسته غواړي ایران په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې له ځان سره همکار کړي او په دې ډول نوموړی امریکا له خپلې اوږدې جګړې څخه وباسي.

خو هم مهاله وايي چې ایران په افغانستان کې د زلمي خلیلزاد له ماموریت سره مخالفت ښودلی او واشنګټن ته یې پیغام رسولی چې که طالبان واک ته رسول غواړي، نو دوی به یې ونه زغمي.

شرق الاوسط ورځپاڼه د یو شمېر سرچینو له قوله وايي، د امریکا قاصدان میاشتې وشوې چې د تهران او واشنګټن تر منځ په دې اړه پيغامونه وړي راوړي او هیله من دي چې یو وخت به دوه دښمنان (امریکا- ایران) د خپلو اختلافاتو په اوج کې د افغانستان په تړاو یوې نتیجې ته ورسېږي.

د امریکا او واشنګټن د پیغامونو له لړۍ څخه یوې باخبره سرچینې شرق الاوسط ته ویلي، افغانستان یو داسې هېواد دی چې د امریکا او ایران لپاره مشترکې نقطې په کې پیدا شوې دي او هغه دا چې دواړه هېوادونه غواړي په دې ډاډه شي چې د ۲۰ زره بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان کې کورنۍ جګړې نه پيلېږي او طالبان به واک ته له القاعدې سره یو ځای بیرته نه راګرځي: (( دغه راز ایران هم سره له دې چې امریکا سره سختې ترینګلې اړیکې لري، مګر له دې ډارېږي چې د کورنیو جګړو له کبله به زیات افغانان دا وار ایران ته پناه یوسي.))

شرق الاوسط زیاته کړې له دې ګډو اندیښنو سربیره هم چې ایران او امریکا یې د افغانستان په اړه لري، بیا هم دواړه دې ته اماده نه دي چې اټومي لانجه او یا د منځني ختیځ راپورته شوي اختلافات د افغانستان د مسئلې په خاطر یو وخته پورې ساړه وساتي.

رویټرز د امریکا او ایران تر منځ د تبادله شویو لیکونو یوه نمونه هم را اخیستې چې ایران امریکا ته له افغانستانه د وتلو او طالبانو سره د هوکړې په رابطه اندېښنه ښودلې ده.

همدا راز یو ایراني لوړ پوړي چارواکي امریکا ته استولي پېغام کې د افغان ټبره خلیلزاد د ماموریت په تړاو ویلي، چې نوموړي د سولې پروسه کې ډېرې لویې او غیر قانوني تېروتنې کړې دي: (( خلیلزاد طالبانو ته ډېر لوی مؤقف ورکړ، اوس طالبان نظامي برلاسي لري، خو موږ د طالبانو واک په افغانستان کې نه شو زغملی.))

په یو بل پیغام کې ایراني چارواکو واشنګټن ته مشوره ورکړې چې د سولې داسې مذاکرات دې برابر کړي چې افغان حکومت په کې مسلط پاتې شي .

ورځپاڼې د امریکا او ایران د دغو تماسونو په حواله د چارواکو له خولې لیکلي چې که ایران افغانستان کې د امریکا ګټې تایید کړي نو بیا له دغه هېواد سره هم افغانستان کې د تهران د ګټو د ساتل کېدو په تړاو خبرې کېدای شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.