اوبه د کابل او اسلام اباد ترمنځ ستره لانجه!

دآزادی راډیو

له افغانستان سره د هغو اوبو پر سر د بندونو د جوړېدو لپاره نړیوال مرسته نه کوي چې د پاکستان لور ته بهیږي.

د افغانستان د برښنا ریاست عمومي رئیس امان الله غالب ازادي راډیو ته وویل چې د همدې لپاره د یو شمېر بندونو د جوړېدو چارې په ټپه دریدلې دي.

نوموړی وايي:

“بانکونو موږ ته ښکاره ویلي دي که په افغانستان کې تاسو بند جوړوئ او له موږه پیسې اخلئ نو تاسو باید له پایان اب هېواد څخه اجازه واخلئ چې اعتراض نه لري، ګاونډیان هېڅکله په رسمي ډول د بندونو د جوړېدو اجازه نه راکوي او چې پیسې نه‌وي مرستندویان هم نه را وړاندې کېږي او د کونړ د شال او څاګي د بندونو په څېر بندونه شپږ سوه میلیونه، اووه سوه میلیونه ډالر پانګونه غواړي.”
نړیوال بانک په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کابل او اسلام اباد استازي په دبی کې یوې غونډې ته راوبلل چې پر ګډو اوبو خبرې وکړي.

په دې غونډه کې د افغانستان پلاوی وړاندیز وکړ چې د کونړ د ساګي او شال بندونو په جوړیدو کې دې نړیوال بانک مرسته وکړي، پاکستاني پلاوي د دې بندونو له جوړېدو سره مخالفت وکړ همهغه و چې نړیوال بانک په شا شو.

د پاکستان په باور که د کابل پر سیند بندونه جوړ شي نو د خېبرپښتونخوا د ورسک د کانال په ګډون به د اوبه خور درې سیستمونه اغېزمن شي چې له دې سره به نژدې دوه اویا زره ایکړه ځمکه شاړه شي یا به یې اوبه دومره کمې شي چې بیا به دغه څلور فصله مځکې یو فصل حاصل هم سم نه کوي.

خو د اوبو د چارو متخصص فاروق اعظم وایي، که په افغانستان کې بندونه جوړ شي پاکستان ته زیان نه اوړي.

دی زیاتوي:

“څومره اوبه چې پاکستان ته ځي د پاکستان په ضرر دي دا ځکه چې په افغانستان کې دا څلویښت کاله جنګ دی، دلته ځنګلونه وهل شوي نو اوبه د سیلاب په شکل هلته ځي، سیلاب هغوی وړي، ځمکې یې وړي، خلک یې وړي، کښتونه یې ورخرابوي. بندونه جوړول د پاکستان په ډېره ګټه دي.”
د کابل سیند اووه سوه کیلومتره اوږد دی چې څلور سوه شپیته کیلومتره د افغانستان دننه بهیږي د راپورونو له مخې د افغانستان نژدې ۲۳ فیصده نفوس د کابل د سیند شاوخوا ژوند کوي.

یو بل مهم سیند چې د افغانستان له لوري د پاکستان خوا ته بهیږي، د پکتیا د کورمې سیند دی.

په پکتیا کې بیا د مچلغو د اوبو بند هغه بند دی چې په ښکاره پاکستان د دې بند له جوړېدو سره مخالفت نه دی کړی، خو په تیرو څو کلونو کې د دې بند تړون پنځه ځله له بېلابېلو کمپنیو سره لاسلیک شوی دی، خو دا کمپنۍ بیرته په شا شوې دي.

ډېر ښکاره نه ده معلومه شوې چې د څه دلایلو له امله قرارداد کوونکو کار پرې ایښی دی، خو په تېرو اتو کلونو کې چې د مچلغو د بند د جوړېدو هڅې شروع شوي دي تر ننه ۴۰ تنه ساتونکي د دې نیمکاره بند د ساتنې پر مهال وژل شوې دي.

تېره میاشت د افغانستان د اوبو او برښنا وزیر محمد ګل خُلمي پکتیا ته ولاړ او هلته یې له خلکو سره ژمنه وکړه چې د دې بند چارې به ډیر ژر بیا پیل شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.